دوشنبه کې افغان کونسلګري: د ا.ا. تر رهبرۍ او لارښوونې لاندې فعالیت کوو

عزم(شنبه، د لړم ۲۰مه، ۱۴۰۲): د تاجکستان په خاروغ کې افغان جنرال کونسل په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې چارې یې د افغانستان اسلامي امارت تر څار لاندې دي او د هغوی تر لارښوونې لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د یادې کونسلګرۍ مشر نقیب الله دهقان زاده وایي چې دوی د خپلو چارو د پرمخ بولو لپاره له تاجکستاني اړخ سره په اړیکه کې دي او په کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزرات تر چتر لاندې خپلې چارې تنظیموي.
ده ویل چې د کابل-دوشنبې تر منځ د هر ډول چارو د تنظیم په موخه له کابله هدایت اخلي او کونسلګرۍ چارې یې د تل په څېر په عادي ډول پرمخ ځي. ده ویلي چې په کونسلګرۍ کې یې د افغانانو لپاره عادي کونسلي چوپړونه وړاندې کوي او د حقوقي سندونو او مکتوبونو لپاره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزرات سره اړیکه کوي.
ښاغلي دهقان زاده د پرځېدلې ادارې د سفیر هغه څرګندوې رد کړې چې ګوندې په خاروغ ښار کې د افغان کونسلګرۍ چارې په ټپه ولاړې دي او هلته هېڅ ډول چوپړونه نه وړاندې کیږي.