اوړه دې په اوړه-منت دې په څه؟

خط اول
د پاکستان مېلمه لومړي وزیر وړمه ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د افغان ک‌ډوالو د ایستنې راز ښکاره کړ. دې ته به راشو، خو تازه د همده لومړي وزیر د کابینې د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي ویلي چې د ناقانونه کډوالو له ایستنې وروسته به له هغه هیواده د راجسټرشویو افغانانو د ستونې مخېر(پروګرام) هم پیل شي.
ښاغلي اڅکزي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د حکومت د تګلارې له مخې به یې په هغه هیواد کې هېڅ ناقانونه کډوال پرېنښودل شي.
ورته مهال د افغان کډوالو د ایستنې معضلې ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په خپل تدبیر یوه خاکه ایستلې ده. ده د پاکستان او افغانستان پر چارواکو غږ کړی چې دواړه هیوادونه دې سره کېني او په سلا دې واحده کمېټه وټاکي او دا موضوع دې سرترپښو پرته له مایوسۍ حل شي. د مولانا له ګومانه چې په دې معضله کې یواړخیزه پرېکړه نه د پاکستان او نه هم د افغانستان په خیر ده.
له دې ورهاخوا د هغه هیواد لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ پرون چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان په ناامنۍ کې هغه افغان کډوال ښکېل دي چې په هغه هیواد کې ناقانونه استوګن دي. کاکړ ویلي و چې بویه په پاکستان کې د ټولو ناامنیو مسببین همدغه کډوال دې چې په هغه هیواد کې نارسمي پراته دي. ده بل تور دا پورې کړی چې ګوندې د اسلامي امارت واک ته تر رسېدو وروسته د هغه هیواد امنیتي چارې ناخوندي دي او په دې کې د افغان دولت لاس ښکاري. کاکړ ویلي چې د امارت په راتلو هلته ۲۰۰۰ پاکستانیان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي او دا کار د هغو وسله والو دې چې په افغانستان کې مېشته دي او وخت ناوخت پاکستانۍ خاورې ته اوړي. په سترګو کې د خاورو شیندلو مطلب به نور څه وي!؟
د دوی دا ډول بیانونه نوي نه دي او نه هم په یوه موډ کې وي. خو غم دا دی چې انورالحق د کاکړو په درانه قوم پورې ځان تړي او د سایل خبره: (ما په ما وژني.). اسلامي امارت په ځلونو ځلونو ویلي چې له هېڅ یوه هیواده سره هم ستونزه نه لري او ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. همداشان د امارت مشرانو په لومړیو کې ښکاره کړه چې خاوره به یې د هېڅ هیواد په زیان هم نه کاریږي او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب ډاډ ورکوي.
دوی همداشان په رسمي او نارسمي بیانونو کې دا مسله لاندې باندې کوي چې افغانان دې زموږ منندوی شي، ګوندې موږ پناه ورکړه او په خپله لمنه کې مو ځای کړل. خو پوښتنه دا چې ځای دې راکړ؛ خو بیا دې په چا-چا وپلورلم؟ ولې؟ ما ته دې د همدې ورځې لپاره پناه راکړې وه چې ومې ساتې، څورب مې کړې او سبا مې په بازار کې په ښه بیه وپلورې؟ تا د خپلو ګټو لپاره افغان آواره انسان ته ځای ورکړ. هو. ما سره سېلاب ته ځان سپر کړ، سینه یې راته غلبېل-غلبېل کړه؛ خو ستا مخه ډب شوه او تا د خپلو بنسټونو پیاوړي کولو ته کار ووایه. هو، ته زما په وینو اټومي هیواد شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button