غزل/ اجمل ښکلی

زه به تر څو يم اواره په ځنګلونو کې؟
زه به تر څو يمه سرخي په اخبارونو کې؟
زه به تر څو پورې بندي يم د نرګسو سترګو؟
زه به تر څو پورې يم ورک په تصويرونو کې؟
زه به تر څو پورې ډارېږم د سهار له رڼا؟
زه به تر څو پورې ډوبېږم ماښامونو کې؟
زه به تر څو پورې زړه ساتم لکه غوټه الفاظ؟
زه به تر څو پورې پټېږم کتابونو کې؟
زه به تر څو پورې وېرېږم له اظهار د مينې؟
زه به تر څو پورې بندي يم دېوالونو کې؟
زه به تر څو پورې پالمه د ماضي تنده؟
زه به تر څو يم جل وهلی سرابونو کې؟
زه به تر څو پورې تېروځم په وعده د ښکلو
زه به تر څو يم سرګردان په غبارونو کې
اجمله! بس دی د ژوند زهر په سر واړوه
ته به تر څو پټ يې د ميو په جامونو کې
اجمل ښکلی