په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین وضعیت ته کتنه

① غزې روغتیا وزارت: د برید له پیل راهیسې، د اسراییلو په بریدونو کې،د ۴۳۲۴ ماشومانو او د ۲۸۲۳ ښځو په شمول ۱۰۵۶۹ کسان شهیدان شوي دي.
② د غزې دولتي رسنیو د خبر له مخې، په تېرو دریو ورځو کې اسرائيلي جنګي الوتکو په غزه کې ۸ روغتونونه په نښه کړي دي. دغه رسنۍ وايي، اسرائیلي بمباریو کې د اکتوبر له اومې راهیسې ۱۸ روغتونونه په مکمل ډول ویجاړ شوي دي.نن بیا اشغالګر اسراییلي پوځ، په تېرو ۲۴ ساعتو کې، پر ۲۷ ځایونو بریدونه کړي، چې ۲۴۱ کسان په کې شهیدان شوي دي.
③ د فلسطیني ولسمشر محمود عباس پر موټر ډزې شوې دي، نوموړی له بریده روغ وتلی؛ خو یو بل کس ټپي شوی. د یاد برید پړه اطفال ابو جندل وسلوال تحریک پر غاړه اخیستې ده. یاد تحریک محمود عباس ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی و، چې د اسرائيلو پر خلاف اقدام وکړي. همدا راز د فلسطین پولیسو افسرانو هم ویلي: که چېرته دی د فلسطین موضوع کې مخته ولاړ نه شي؛ نو دوی به استعفاء وړاندې کړي.
④ د ترکیې روغتیا وزیر: پرون مې د اسرائیلو د روغتیا وزیر سره ولیدل او د روغتیا وزیر او ډاکټر په توګه ما هغه ته دا روښانه کړه، چې پر غزې هر ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
⑤ غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر: اشغالګر اسرائیلي پوځ په ۳ ورځو کې په مستقیم ډول ۸ روغتونونه بمبار کړي او د تېري له پیل راهیسې یې ۱۸ روغتونونه له کاره باسلي دي.
⑥ اردوغان: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن یوځل بیا ټینګار وکړ، چې امریکا او غرب غزه کې په روان وضیعت چوپ پاتې دي. هغه ویلي چې په غزه کې د اسرائیلو له خوا د وژل شویو کسانو نږدي ۱۱ زره تنو څخه یې ۷۳ سلنه ښځې او ماشومان دي. اردغان د اقتصادي همکاریو پر سازمان غږ کړی، ترڅو په غزه کې د روان بشري بحران ضد غږ پورته کړي. همداراز نوموړي ویلي، موږ غزې ته د بشري مرستو ۱۰ الوتکې لېږلی او د دوو کښتیو د لېږلو لپاره چمتووالی لرو.
⑦ رویټرز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی دی، چې د لبنان حزب الله په لاس کې د روسیې د بېړۍ ضد توغندي په سیمه کې د امریکايي کښتیو لپاره لوی ګواښ دی. دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله مشر له دې مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې ډله یې په منځني ختيځ کې د امریکا د جنګي بېړیو سره د مقابلې لپاره چمتوالی لري. بل لور ته د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ویل: یوازې حماس نه دی، چې له موږ سره جګړه کوي، بلکې په شمال کې حزب الله او حوثیان د یمن هم شته دي.
⑧ د فرانسې ولسمشر: له اسرائیلو سره خپلې مرستې ۱۰۰ میلیونو یورو ته لوړوو. نوموړي ویلي، اسراییل حق لري، چې له خپله ځانه دفاع وکړي.
⑨ پوځي کارپوه تورن جنرال فایز الدویري: د غزې په تړانګه کې د القسام جنګیالي په ځمکنۍ جګړه کې د هغو سرتېرو په پرتله، چې د نړۍ له معتبرو پوځي لوړو زده کړو موسسو څخه فارغ شوي دي، ښه فعالیت او جنګ کوي.
⑩ خلیل الحیا په نوم د حماس یو جګپوړی چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي دي، چې پر اسرائیلو باندې د حماس د وژونکي برید د ستراتیژۍ یوه برخه د سعودي عربستان او اسرائیلو په څېر د عربي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د له منځه وړل دي. هغه ویلي، دې برید یو ځل بیا د فلسطینیانو وضعیت د پام وړ ګرځولی دی.
⑪ د اسراییل پوځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې سرتېرو یې غزه کې د حماس تونلونه وران کړي دي. حماس دا سورنګونه د توکو د لېږد، پر اسرائیلي ځواکونو د برید، وسله کوټ او راکټ توغولو لپاره کارول.
*تبصره:* د تېر په څېر نن بیا غزه کې د مړینې کچه زیاته ده. مساجد، مکاتب او عام المنفعة ځایونه د اسراییلو له لورې بمبار شوي. اسلامي هېوادونه باید د غزې مظلومانو هرې مرستې ته مټې را ونغاړي.
که څه هم د اسرائیلو له لوري جنګ کرار شوی نه دی؛ خو د اسرائیلي چارواکو دریځ یو څه پڅ ښکاري. شنونکي وايي، د اسرائيلي چارواکو په کور دننه زیات اختلاف راټوکیدلی او نتنیاهو پر ضد یې کمپاین پیل کړی. ډېری اسرائیلي سیاسیون او مخور د جنګ پلوي نه دي، په مسلسله توګه جنګ کول، د نتنیاهو حماقت شماري او وايي، دا جنګ به نورې وسلوالې ډلې د اسرائیلو پر ضد را وپاروي، چې هېواد له اقتصادي او منیتي خطر سره مخ کړي.