د روغتیا نړیوال سازمان: غزه کې په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم وژل کېږي

عزم: (شنبې، د لړم ۲۰مه، ۱۴۰۲)؛ د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د تاوتریخوالي په دوام، د روغتیا نړیوال سازمان وایي په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم وژل کېږي.

د دې سازمان عمومي مشر «تدروس آدهانوم ګبریسوس» پرون (جمعه د نومبر ۱۰) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې په غزه کې د هرو لسو دقیقو په تېرېدو سره یو ماشوم وژل کېږي.

هغه زیاته کړې چې د غزې له ۳۶ روغتونونو او څارنې دویمه پر درېیمه برخه مرکزونه فعالیت نه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مشر په وینا: “په روغتونونو کې بسترخونې له ټپيانو، ناروغانو او له مرګ سره مخ کسانو سره ډکې دي. سړې خونې ډکې شوې دي، د ټپيانو جراحي درملنه له بېهوشۍ پرته کېږي او زرګونه بېځایه‌شویو په روغتونونو کې پناه اخیستې ده.”

هغه همداراز ویلي چې په غزه کې تر دې دمه ۱،۵ میلیونه فلسطینیان بې‌ځایه شوي او په داسې حال کې چې هلته هېڅ خوندي ځای نه تر سترګو کېږي.

ګبریسوس په غزه کې د تنفسي او نورو ناروغیو د خپرېدو خبرداری هم ورکړی دی.

هغه د جګړې له دواړو غاړو غوښتي چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې خپلې ژمنې عملي کړي چې د نورې مرګ‌ژوبلې او د روغتونونو د ویجاړېدو مخنیوی وشي.

په ورته وخت کې WHO د اکتوبر له ۷مې تر دې دمه د غزې پر روغتونونو د اسرائیلو د ۲۵۰ بریدونو پخلی کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button