شهیدي: ای. سي. سي. دې د زموږ د پرمختګ په موخه نورې لوبې راته چمتو کړي

عزم(شنبه، د لړم ۲۰مه، ۱ ۴۰۲): د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ بورډ له ادارې او د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتنه کړې چې د افغان لوبغاړو د ودې او په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ په خاطر دې ګڼې لوبلړۍ ورته چمتو کړي.
ده دا خبرې پرون د هند په احمد آباد کې له جنوبي آفریقا سره له سیالۍ وروسته کړي دي. ښاغلي شهیدي ویلي چې د کرکټ وده په ۵۰اوریزو او ټیسټ لوبو کېږي او دې لوبو ته اړتیا زیاته بریښي. دی زیاتوي: (( پنځوس اوریز کرکت ډېر اړین دی. اوس ډېر لیګونه شته؛ شل اوریز کرکت ډېر دی او زما په اند د پنځوس اوریز کرکت او ټست کرکت ته اړتیا ډېره ده.)) نوموړی زیاتوي: ((مونږ له کرکټ بورډ او کرکټ نړیوالې شورا هیله لرو، چې زمونږ د پرمختګ لپاره مونږ ته نورې لوبې هم راکړي.))
د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان لپاره ۳۳ یو ورځنۍ لوبې چمتو کړي، خو په دې کې لوبو کې له استرالیا، انګلستان، نیوزیلند، سویلي افریقا او پاکستان سره یوه لوبه هم نه ‌لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button