بښنې نړیوال سازمان بیاځلې پر پاکستان غږ کړی چې افغان کډوال دې په زور نه ستنوي

عزم(شنبه، د لړم ۲۰مه، ۱ ۴۰۲): د بښنې نړۍوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې پرون جمعه د نومبر پر ۱۱مه خپره شوه، ویلي چې پاکستان دې نور د افغان کډوال جبري ایستنه، ځورول او ربړول پای ته ورسوي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د پاکستان حکومت افغان کډوال د سیاسي وسیلې په توګه کاروي او دغه لړۍ دې سمدلاسه ودرول شي.
سازمان همداشان د پاکستان پر هغو بندخونو هم نیوکه وکړه چې کډوال پکې ساتل کیږي. دوی ویلي چې دا بندخونې د کوم ځانګړي قانون له مخې نه دي جوړ شوي او په زیاتو قضیو کې کډوال د مدافع وکیل او کورنۍ له خبراوي پرته زنداني شوي.
د بښنې نړۍوال سازمان د دغه ډول مرکزونو جوړول د ازادۍ او عادلانه محاکمې ضد کړنه وبلله.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو متلونو او بښنې نړیوال سازمان په ځلونو له اسلام اباده غوښتي چې د کډوالو جبري ایستنه دې ودروي؛ خو پاکستاني چارواکو تروسه د نړیوال سازمانونو غوښتنونو او نیوکو ته پام نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button