تورخم کې د کډوالو پنډغالي په جنراتوري برېښنا روښانه شول

عزم(شنبه، د لړم ۲۰مه، ۱ ۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د جمعې ورځې په کاري راپور کې ویلي چې په تورخم ښارګوټي کې یې د راستنېدونکو کډوالو ته برېښنا چمتو کړي او د دوی پنډغالي یې په برېښنا روښانه کړي دي. د ثبت، راجسټر او هرکلي کمېټې ویلي چې له تورخم فرضي کرښې (۲۷۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۴۹) تنه کیده، ثبت او بایومټریک شوي. په روغتیایي کمېټه کې د مخابراتو مسوولانو ویلي چې تازه یې په ۲۱۱۷ عدده سیمکارتونه په تورخم ښارګوټي کې وېشلي دي او د اترا ادارې کارکوونکو ترې څارنه هم کړې ده.
د چوپړونو کمېټې د تورخم په عمري کمپ کې پر شاوخوا ۴۰ زرو تنو خوراکي او ناخوراکي توکي وېشلي دي. د ټرانسپورټ کمېټه وایي چې د بېلابېلو لېږندوسایطو په مټ یې (۲۳۷) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۲۹۳) تنه کیږي، خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال کړي دي.
د جوماتو او زده کړو ګډه کمېټه په خپل راپور کې د یوه باب جومات د پرانیستې او ګټې اخیستنې خبر ورکوي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه زیاتوي چې د راستنېدونکو د ذهني او مذهبي تیاري په خاطر یې شاوخوا ۲۵۰ متره بېنر هم په ښو شعارونو پسوللی او لګولی دی. همداشان زر پاڼې نور نښلوونکي شعارونه چاپ او نشر شوي. د عامه پوهاوي کمېټې ګرځندې ډلګۍ د کډوالو ګڼې ستونزې تر کاري کمېټو پورې رسولي او د کمیټو سپارښتنې یې تر کډوالو رسولي دي.
د ورکو شویو توکو او ماشومان کاري ټیم پرون ۶۰۰ تنه ماشومان موندلي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي. همداشان دې ټیم ګن شمیر اسناد، نغدې پیسې، مبایلونه او نور توکي هم اصلي څښتنانو ته سپارلي دي. عامه پوهاوی وایي چې پرون جمعه یې ۷۵۰ کورنیو او بهرنیو رسنیو ته د کډوالو په اړه تازه مالومات ورکړي دي.
په سپین بولدک کې د تشخیص او راجسټر کمېټه څرګدوي چې پرون (۶۹۰) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۳۹۷۰) تنه کیږي، له پاکستانه راکډه شوي او لومړینو مرستو لپاره مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه زیاتوي چې له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۴۷۲) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۳۰۴۱) تنه کېدل، د بېلابېلو موټرونو په مټ، کابل، اروزګان، هلمند، فراه، کندهار، هرات او نورو ولایتونو ته لېږدول شوي او همد اشان(۲۳۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه د کمېټې په وینا چې پرون یې په سپین بولدک کې د (۷۱۰) راستنو شویو کډوالو کورنیو سره مرسته کړې او هرې کورنۍ ته لس-لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.
د پکتیا، پکتیا، هرات او نورو ولایتوو مسوولانو هم ویلي چې له پاکستانه راستونوشویو کډوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې چمتو کړي دي.