محمد ایوب اعظمي د ‘بدن ښکلا’ په نړیوالو سیالیو کې د سپينو زرو مډال وګاټه

عزم: (شنبې، د لړم ۲۰مه، ۱۴۰۲)؛ افغانستان د بدني روزنې او سپورت ریاست وايي چې محمد ایوب اعظمي د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې له خپلو، عراقي، ازبکستاني او هندي سیالانو مخکې شوی او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړی دی.
د بدن ښکلا سیالیو ۱۴مه دوره نن سهار، (شنبه د لړم ۲۰مه) د سوېلي کوریا په کوربهتوب شوې او څه باندې ۴۰ هېوادونو پکې ګډون کړی و.
د ویلو وړ ده چې په دغو سیالیو کې د افغانستان یو بل ورزشکار «علي رضا آساهی» خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.
تر دې وړاندې هم د بدن ښکلا سیالیو ترڅنګ په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده.