هکرانو پر چت جی پي ټي (Chat GPT) برید او هغه یې له کاره وغورځاوه!

عزم(شنبې، د لړم ۲۰مه، ۱۴۰۲): داسې ښکارې چې یو ډله هکرانو په دې وروستیو کې د چت جی پي ټي زیربناوو باندې برید کړی او هغه یې په پرلپسې توګه له لاسرسي ایستلې ده.
د اوپن اي آی (OpenAI) شرکت دغه بریدونه منلي او ویلي دي: دغه بریدونو په څو جلا جلا وختونو کې د ډې ډاس (DDoS)په بڼه ترسره شوي او چت جی پي ټي (Chat GPT) یې په مکرر ډؤل له لاسرسي ایستلې ده.
DDoS، (Distributed Denial of Service Attack) یو نوع برید دی چې هکران یو سرور ته بېشمېره غوښتنې لیږي، په نتیجه کې سرور یا سایت دروند او له لاسرسي وځي.
په ورته وخت کې د فوربیس د راپور په اساس د سوډان په نامه د هکرانو یوې ډلې د برید مسؤولیت په غاړه اخیستی او زیاته کړې ده چې یاد برید دوی ترسره کړی او دا یې د ChatGPT د وروستي دریځ په مخالف کې کړی دی.
چت جی پي ټي په دې ورستیو کې د جیوپولیټیک او جګړو په اړه خپل دریځ خپور کړی و.
چت جی پي ټي هغه مهال له یادو بریدونو خبر شو چې کاروونکو په پرلپسې ډؤل د ChatGPT له بندیدو شکایت وکړ.