د اسرایلو د پوځ ویاند: تر اوسه ۳۶۵ پوځیان مو په جګړه کې وژل شوي دي

عزم(شنبه، د لړم ۲۰مه، ۱ ۴۰۲): د اسرایلو پوځ په خپل تازه ورکړل شوي راپور کې منلې ده چې د جګړې له پیله تر اوسه زیات شمېر اسرایلي عسکر وژل شوي دي.
دانیل هاګاری د اسرایلو د پوځ ویاند تېره ورځ ناوخته د خپلو پوځیانو د تلفاتو شمېر خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي چې د اووهم اکتوبر راهیسې تر اوسه ۳۶۵ تنه عسکر او افسران په جګړه کې وژل شوي دي.
هاګاری زیاته کړې :”زموږ ټوله هڅه دا ده چې د حماس لخوا نیول شوي اسیران پیدا او راخلاص کړو. موږ هڅه کوو هیڅ فرصت له لاسه وړنکړو او دا کار به وخت هم واخلې. ”
بل لوري ته د حماس ویاند ابوعبیده هم په یو خپور شوي راپور کې لیکلي: تر اوسه یې ۱۲۷ اسرایلي شوبلې او زغروال ټانګونه په نښه او له منځه وړي دي. هغه زیاته کړې چې اسرایل د خپلو تلفاتو شمېر پټوي. د ځمکنې جګړه د پیل راهیسې زموږ نښه ویشتونکې جنګیالي هغوی په نښه کوي او نور مجاهدین بیا دوی باندې د راکیټونو او میزایلونو بریدونه ترسره کوي. هغه زیاته کړې چې د اسرایلو د تلفاتو دقیق ارقام تر دغه شمېرو ډېر لوړ دي کوم چې د پوځ لخوا نشر کیږي.