د افغانستان لپاره د چابهار بندر اقتصادي اهمیت

چابهار بندر په ایران هیواد کي تر ټولو ستر بندر دی چي د سیستان اوبلوچستان ولایت په جنوب کي پروت دی، یاد بندر د افغانستان د نیمروز ولایت ته تر ټولو نژدي بندر بلل کیږي، چي په دا وروستیو کي د ځانګړو پاملرونو وړ ګرځیدلی، چابهار بندر هغه وقت د افغانستان لپاره ځانګړۍ ځای پیدا کړ چي پاکستان هیواد د افغانستان تجارانو باندي بیلابیل قیودات وضع او د افغانستان د صادراتو او وارداتو چي د کراچی د بندر څخه د سیمې او نړۍ هیوادو ته صادریدل او واردیدل ستونزې جوړي اوافغان مهاجرین یې خپل دهیواد څخه بیله دلیله او د نړیوالو قوانینو د پام غورځولو سره په جبر او زور سره وایستل، او خپل کورني مشکلات یې بي موجه دلایلو پر افغانانو واچول، نو ځکه په دا وروستیو کي د ا.ا.ا یو لوړ پوړۍ پلاوۍ ایران ته د ترانزیټي، تجارتي او د مهاجرینو د ستونزو دحل لپاره د ملابرادر آخند په مشری ولاړۍ چي د ایراني چارواکو سره کیدای سي یولړ هوکړه لیکونه هم امضاء کړي، اوس به راسو ودي ته چي د چابهار بندر د کراچی د بندر پرځای افغانستان ته څومره اقتصادي اهمیت لري.

د یاد اهمیت لپاره څو ټکو ته اشاره کوم چي کیدایسي دافغانستان لپاره د چابهار بندر یې ولري.

لومړۍ: د چاربهار بندر به دافغانستان ترانزیټي، اقتصادي، ډیپلوماټیک او سیاسي روابط د هند هیواد سره پیاوړي کړي، ځکه هند دپاکستان پخوانی سیال دۍ او په دي هڅه کي دی چي دافغانستان سره د کراچي بندرپرته  د یوي بیلې لارې تجارتي اونوري اړیکې ورغوي.

دویم: د چاربهار بندر د افغانستان او منځني آسیاهیوادولپاره یو مهم اقیانوسي بندر دی، چي دافغانستان له لارې د منځني آسیا هیوادونه آزادو اوبو ته رسوي، چي دا د منځني آسیا هیوادونو او افغانستان ته چي په وچه کي یو محصور هیواد دی ډیر اړین بلل کیږي.

دریم: د اقتصادي لحاظ چابهار د کراچۍ بندر پرځای د افغانستان پلاز مینې ته شاوخوا 700 کیلومټره نږدي دی، چي دا نژدیوالۍ هم د ترانزیټي مصارفو له لحاظ او هم د وچو او نندو میوو لپاره چي ژر تر مقصده رسیږي اړین بلل کیږي چي د میوو د خراپیدو څخه مخنیوی کیږي، په دا وروستیو کي زموږ تجارانو د کراچۍ بندر څخه د پروقت نه را رسیدو په لحاظ ډیر تاوانونه وکړه، چي ډیرې نندې میوې به خرابیدي یا به د لارې د لیري والي له امله او یا به پاکستاني حکومت په قصدي ډول د نندو میوو د صادراتو او وارداتو مخنیوی کوی چي د چابهار بندر له لارې به دا ستونزې حل سي.

څلورم: د چابهار بند سره به افغانستان د منځنې اوجنوبي آسیا تر منځ د تجارتي ترانزیټ په لار بدل سي، ځکه د منځنۍ آسیا هیوادونه لکه تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د افغانستان ګاونډیان دي او افغانستان ویادو هیوادوته آزادو اوبو ته د رسیدو لپاره لنډه لاره بلل کیږي، چي په دي سره به دافغانستان هیواد بي ساری اقتصادي پرمختګ وکړي.

پنځم: په افغانستان کي به د توکو بیه په بي ساري ډول راټیټه سي ځکه یو خو ترانزیټي لاره لنډیږي او بل واردات په آسانه طریقه اوژر تر افغانستان رسیږي چي دا دواړه لاملونه به د دي سبب وګرځي چي د توکو بیه رالږ سي.

د چابهار بندر له لارې ډیرې نوري ګټې هم بلل کیدایسي لکه په  ایران هیواد کي به زموږ مهاجرین د ستونزو څخه خلاص او خاص پاملرنه به ورته کیږي، ځکه ایراني چارواکي تل هڅه کوي چي داسي یو مهمه ترانزیټي هیواد لکه افغانستان چي د ایران چابهار بندر د منځني آسیا سره موښلوي د لاسه ور نکړي ځکه اقتصادي ګټې ایران ته چي د نړۍ د مهمو هیوادو تر تحریم لاندي دی تر هرشي مهمې دي نوځکه به د هرې لارې هڅه وکړي چي د افغانستان د حکومت او مهاجرینو سره خپل د اقتصادي ګټو لپاره ښه چلند وکړي.

مولوي ګلاب الدین خپلواک

کابل افغانستان

26ربیع الثاني 1445

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button