طالبانو یو کاناډایي تبعه له ۵ کلن زندان وروسته خوشې کړ

عزم : سه شنبه 22 جدی 1394) طالبانو یو کاناډایي تبعه له ۵ کلن زندان وروسته د قطر هیواد په منځګړیتوب خوشې کړی.
کاناډایي تبعه کولن ریترفورټ ۵ کاله وړاندې په غزني کې نادرکه شوی وو چې ۳ میاشتې وروسته طالبانو اعلان وکړ مونږ نیولی ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې ویلي تېره ورځ یې د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم د انساني خواخوږۍ او د اسلام د سپېڅلو اخلاقو له مخې د قطر هیواد په منځګړیتوب یې ګاناډایي تبعه کولن ریترفورټ ازاد کړ .
په یوه نشرشوي بیان کې د کاناډا د بهرنیو جارو وزیر ویلي ، ۲۷ کلن کولن رویترفورټ د قطر حکومت په منځګړیتوب خوشي شوی.
په امن توګه د کولن ریترفورټ خوشې کولو هڅې د کاناډا وزیر سټیفان ډوین وستایلې او مننه یې وکړه.
کولن ریترفورټ طالبانو د جاسوسي په تور نیولی وو ، د کولن ریترفورټ د خلاصون لامل او خوشې کولو شرطونه یې یوې غاړې هم ندي څرګند کړي
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button