Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

ملا عبدالغني برادر: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله ډېر ځپل شوی

عزم: (دوشنبه، د سلواغې ۲۳مه، ۱۴۰۲)؛ د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي چې افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله ځپل شوی او هېڅ همکاري ورسره نه ده شوې.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پرون (یکشنبه د سلواغې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي برادر دا موضوع د اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې له ځانګړي استازي، روسلان عادلګیرییف سره په کتنه کې مطرح کړې ده.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا برادر د اقلیمي بدلون په اړه په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د استازي پر شتون ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان هم د اقلیمي بدلون له امله ځپل شوی، خو لا هم ورسره هېڅ همکاري نه ده شوې.
د اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د ملا برادر په دې کتنه کې پر یو شمېر نورو اقتصادي مسایلو هم خبرې اترې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر یو ځل بیا د روسیې او افغانستان د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر ښه‌والي ټینګار کړی او ویلي چې چاته به اجازه نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز ویلي چې اوس په افغانستان کې بشپړ امنیت دی او روسي پانګوال په هره برخه کې پانګونه کولای شي.
په خبرپاڼه کې ویا شوي چې د اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي هم په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د روسیې خلکو او دولت ته به د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور وړاندې کوي.
هغه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button