امریکا، دکانګریس ودانۍ دډزو له امله تړل شوې

دامریکادکانګریس ودانۍ ته څېرمه ډزي شوي، چي په ترڅ کي یې یو تن وژل شوی او له امله يې دکانګریس ودانۍ تړل شوې ده.

له ډزو وروسته دپيښي ځای ته زیات شمېر پولیس رسېدلي او سیمه يې کلابنده کړې ده.

پولیسو ویلي، چي په سیمه کي یوه تن په خپله تومانچه خپل ځان وژلی دی، دچارواکو په وینا، دپيښي په تړاو يې پلټني کړي دي، ترڅو څرګنده شي، چي دغه تن ځان وژنه کړې او که په برید کي وژل شوی دی.

ویل شوي، چي دډزو له امله په سیمه کي سخته ویره خپره شوې ده او پولیسو دکانګریس ودانۍ تړلې ده.

دواشنګټن چارواکو ویلي، چي پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري او دا یوازي یو انفرادي اقدام وو.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button