طالبانو مرکزي بغلان کې یوه قرارګاه او ۴ پوستې نیولي

عزم : (پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): نن سهار په بغلان ولایت کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د قیصر خیلو عمومي قرارګاه او ۴ پوستې طالبانو نیولي دي.
د سیمې یوه تن د نوم نه ښودلو په شرط ویلي ، د طالبانو له لوري په قرار ګاه او پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونوکې د قومندان خیرالله ( سګ ) په ګډون ۶ تنه عسکر وژل شوي او ۸ تنه نور نادرکه دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد عزم ته په یوه لیږلي ایمیل کې ویلي، نن سهار وختي د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوی له دښمن څخه یوه قرارګاه او ۴ پوستې نیولي او د قومندان خیرالله ( سګ ) په شمول یې ۶ تنه عسکر وژلي او ۸ تنه یې ژوندي نیولي.
ښاغلی مجاهد وایي ، په نیول شویو کې ۴ تنه عسکر ۱ تن پولیس او ۳ تنه اربکیان دي ، او د ۳ تنو جسدونه د جکړې په میدان کې پاتې شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي.
اصف افغان