د قطر صدراعظم له یو لوړپوړي پلاوي سره کندهار ته سفر کړی دی

عزم(جمعه، د غوایي ۲۲مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نن جمعه د قطر لومړی وزیر کندهار ته په یوه سفر راغلی او د اسلامي امارت له رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند سره یې کتلي دي.
نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نن له غرمې وروسته د قطر هېواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هېواد د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي یې د اسلامي امارت له رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند او مل پلاوي سره یې وکتل.
په دې لیدنه کې چې د دواړو لوریو ترمنځ په کندهار کې ترسره شوه، پکې پر یو شمېر بنسټیزو موضوعاتو بحثونه او خبرې اترې وشوې. ښاغلي مجاهد وویل چې په یاده لیدنه کې د قطر هیواد لخوا له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا او د دواړو هیوادو د باور پر زیاتوالي بحثونه او نظرونه تبادله شول. د دې ترڅنګ د دواړو هیوادونو چارواکو پر پوهینیزو، روغتیایي، امنیتي او یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه وکړل او د قطر هیواد په یادو برخو کې د همکاریو او مرستو ژمنه هم کړې ده.
د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د قطر له پخوانیو او اوسنیو همکاریو، ښه نیت او اخلاص څخه مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره یې د قطر په لا ډیرو همکاریو ټینګار وکړ.
همداراز په یاده لیدنه کې د قطر د امیر د هرکلي وړ پیغام هم ولوستل شو. د اسلامي امارت چارواکو له قطري پلاوي غوښتنه وکړه چې قطر ‌دې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ دې د اړیکو پر غښتلیتیا کې مرسته وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button