افغانستان داشغالګرو هديره

ليکنه: موسی مهاجر

کله چي امریکایانو داروپايي  او نورو اسيايي هیوادونو په مرسته په افغانستان یرغل کاوو، نوهيڅکله يې داسي فکر نه وو کړی، چي له دوی سره به په افغانستان کي مقاومت ترسره کیږي، دماتي په تصور خو يې بيخي خپل ذهن نه مصروفاوو،  دوی داسي فکر کړی وو، چي دا یو موټی نسبتا بې وسلې او له پرمختللي ټيکنالوجي څخه بې برخي طالبان به په لومړنیو بریدونو کي له منځه یوسي.

  خودا به دافغانانو دبې مثاله مېړاني پایلي و بولو، چي دیرغل په لومړیو ورځو  کي دهیواد په شمال برسېره په شاهي کوټ او  توره بوړه کي له امریکايي اشغالګرو او دهغوی له ډالري غلامانوسره دمجاهدینو مقاومت جارج بش دومره وارخطا کړ، چي مشاورینو او وزیرانو به دجګړې دتلفاتو او زیانونو په اړه ډاډګېرنه ورکوله، ځکه دفرعوني ذهن لرونکي بش داسي هيڅ فکر نه وو کړی، چي نړۍ، ډالر ، وسلې او افغاني غلامان له دوی سره دي اوبیادي هم ورسره مقاومت وشي.

تاریخ ثابته کړې، چي افغاني ولس تل یرغلګرو ته ماتې ورکړې او دهر بهرني تجاوز په مهال يې دا خاوره داشغالګرو لپاره هديره ګرځولې ده.

له میلاد څخه څه باندي درې پيړۍ وړاندي اسکندر مقدوني دنړۍ دنیولو په هوس په افغاني خاوره هم یرغل وکړ، خو په دې خاوره کي دافغاني ولس له لوري داسي مقاومت وسره وشو، چي داسکندر دپوځ لپاره دافغانستان خاوره هدیره  وګرځېدله او مقدوني يې دې ویلو ته اړ کړ، چي له افغاني ولس سره جګړه کول داسي مثال لري، لکه دزمري خولې ته چي لاس ور دننه کوې، له اسکندر مقدوني سره داسي جګړې وشوې، چي هغه يې په دې پوه کړ، چي ددغې خاوري نیول او تر خپلي سلطې لاندي ساتل ناشونې ده.

دديارلسمي ميلادي پيړۍ په لومړیو کي چنګيزیان افغاني خاوري ته ور دننه شول، هغوی لکه وږي لیوان هر لوري ته په بریدونو وو او هرڅه یې له خاورو سره خاوري کول، دهغوی زیات وحشت او ظلم افغانان له مقاومت څخه نه کښېنول او نه یې دهغوی دظلمونو په وړاندي دتسلیمي لاس پورته کړ، افغاني ولس هر ځای له جنګيزیانوسره مقاومت وکړ، ميړانه يې څرګنده کړه، دجنګیز لښکرو ته يې ماتې ورکړې او افغاني خاوره یې ورته هديره ورګرځوله.

په  نولسمه پيړۍ او دشلمي پيړۍ په لومړیو کي افغانستان دانګېز له بریدونو سره مخ وو،  بريطانوي امپراطورۍ هم دټولي نړۍ دنیولو په تکل کي په پيوسته توګه په افغانستان یرغلونه کول، خو افغانانو له خپل عادت سره سم دانګريزانو په مقابل کي هم خپله مېړانه وښودله او دا خاوره يې دهغوی لپاره هدیره ثابته کړه، افغانانو انګريزانو ته په اوله، دوهمه او دریمه افغان او انګرېز جګړه کي داسي ماتې ورکړې، چي نه یوازي دخپل هیواد خپلواکي يې ترلاسه کړه، بلکه دنړۍ په ولسونو کي يې دخپلواکۍ روح پو کړ، په افغانستان کي دانګريزانو دماتو له برکته دنړۍ په ولسونو کي دخپلواکۍ جذبه راوټوکېدله او هر ځای له انګريز څخه دخپلواکۍ داخیستلو مبارزې پيل او ګړندۍ شوې، اشغال شویو هیوادونو له انګرېزانو څخه خپلواکۍ  ترلاسه کړې او له نړۍ څخه دانګرېزانولمن ټوله شوه او دبریتانیا هغه ستره امپراطوري چي په اړه به يې ویل کیدل، چي هیڅکله دبریتانیاپه امپراطوري کي لمر نه لويږي تر اوسنۍ بریتانیامحدوده شوه او شلمه پيړۍ دازادۍ په پيړۍ ونومول شوه.

په ۱۹۷۹ کال کي شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، شوروي هم دنړۍ دقبضه کولو په فکر دافغانستان خاوره اشغال کړه، خو ښه ورځ يې پکي ونه لیدله، افغانانو له یوه داسي ځواک سره جګړه پيل کړه، چي ډیر هیوادونه یې په خپله ګېډه کي هضم کړي وو او دنورولپاره هم لیواله وو،  افغانانو وکولای شوای، چي په زیاته قرباني، ډیرو ستړو او کلک عزم سره روسي ښکېلاک ته ماتې ورکړي او دا خاوره ورته هديره وګرځوي، په افغانستان کي  له ماتي سره سم دروسيې امپراطوري دړي وړي شوه، ۱۵ اشغال شوي هیوادونه یې له ګيډي راووتل او خپلواک شول، دوارسا بلاک له منځه ولاړ او غړي هیوادونو يې ازادي ترلاسه کړه  او نړۍ دکمونیزم له شر څخه خلاصه شوه.

دشوروي اتحاد له ماتي وروسته امریکا ته ددې موکه په لاس ورغله، چي په نړۍ کي دخپل نفوذ ساحه پراخه کړي او دنړۍ دنیولو په فکر يې په ۲۰۰۱ کال په افغانستان یرغل وکړ، خو دافغانستان خاوره ورته دوزخ وګرځېدله، لسګونه زره پوځیان یې ټپیان او ووژل شول، دافغانستان په جګړه کي يې مالي زیانونه تر درې ترېلیونو ډالرو پوري رسيږي، چي تر نیمايي زیات یې تراوسه پوري لګولي دي، دامریکا دهارورډ پوهنتون په ۲۰۱۳ کال کي ديوې څېړنې په ترڅ کي وویل، چي امریکا ته به دعراق او افغانستان جګړه په ۶ تريليونو ډالرو تمامه شي،  ددې مصارفو او تلفاتوله امله امریکا اړه شوه، چي دجګړې له ډګره وتښتي او د۲۰۱۴ کال په پای کي يې خپل جګړه یيز ماموریت پای ته ورساوو او دجګړې ټول بوج يې په داخلي عسکرو ور واچاوو.

په افغانستان کي دماتي له امله په ټوله نړۍ کي دامریکا اعتبار له منځه ولاړ، دبدبه يې ختمه شوه، په افغانستان کي دجګړې له ډګره دامریکايي پوځیانو تيښتي دامریکايي عسکرو کمزورتیا  نړۍ ته وښودله، په افغانستان کي تر ماتي وروسته امریکا ددې توان له لاسه ورکړی، چي په کوم بل هیواد ځمکنی یرغل وکړي او په افغانستان کي دشکست له امله امریکا هغه پلان پرېښود، چي غوښتل يې په نورو اسلامي هیوادونو هم یرغل وکړي او تر خپلي ولکې يې لاندي کړي.

دامریکادجمهوري غوښتونکي ګوند سياستوال پاتریک بيوکينین په یوه تازه مقاله کي  چي دAmerican Conservative خپروني په سایټ کي خپره شوې ویلي، چي امریکاخپل زبرځواکتوب له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وايي، چي د مشر جارج بوش دواکمنۍ په پای کي امریکا دنړۍ يوازنی زبرځواک وو، چي اوس نه ده، بیوکينین په خپله تازه مقاله کي ویلي، چي امریکا د۱۹۹۲ کال په څېرپه اقتصادي او پوځي سکتور کي پياوړې نه ده.

څنګه چي امریکا په افغانستان کي ماته خوړلې، نوځکه ډیری امريکایان  په دغې جګړې پښېمانه او ورسره مخالف دي، دوروستیو څېړنو او سروې ګانو له مخي دوه په درې برخي امریکایان دافغانستان دجګړې مخالف دي او ډیری امریکايان په دغې جګړې پښېمانه دي.

په افغاني خاوره کي دامریکایانو ماتي افغانانو ته دنړۍ دبلي امپراطورۍ دماتولو ویاړ ورپه برخه کړ، افغانانو په ډیرو لږو امکاناتو خو په لوړ همت سره دافغانستان خاوره دامریکايي او اروپايي  ښکېلاکګرو لپاره هديره وګرځوله او دخپل ميړاني تاریخ يې بیاراژوندی کړ اوله دې امله چي دنړۍ نور ولسونه یې له امریکايي اشغال څخه وژغورل، په نړۍ احسان وکړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button