امریکایانو په یمن کي دحوثیانو په مخالفینو بمباري سخته کړې

یمني قبائلو ویلي، چي امریکایانو په دې وروستیو کي دیمن په یوشمېر ولایتونو کي دحوثیانو په مخالفینو بمباري سخته کړې ده.
یمني فعالانو ویلي، چي دامریکابې پيلوټه الوتکي په دوام داره توګه په هغو سیمو بمباري کوي، چي یمني قبائلو له حوثیانوڅخه نیولي دي.
یمني قبائلو خبر ورکړی، چي امریکايي بې پيلوټه الوتکي دحوثیانو او دعبدالله صالح دملېشو په ملاتړ په یمني قبائلو او دولسي مقاومت په ځواکونو بمباري ترسره کوي، ترڅو دحوثیانو پرمختګ ته لاره هواره کړي .
راپورونه وايي، چي حوثیان دامریکايي بمباري له امله په یمن کي پرمختګ کوي.
دقبائلو یوه قومندان ابوالقاسم ویلي، چي امریکايي بې پيلوټه الوتکوپه ضالع ولایت کي په ۳۳ لواء وروسته ترهغه بمباري وکړه، چي قبائلو ولکه پرې وکړه، چي په ترڅ کي یې دولسي مقاومت یوشمېر وسله وال ووژل شول.
یمني فعالانو دامریکايي الوتکو بمباري غندلې اوويلې دي، چي امریکا دالقاعدې داسلامي جهادي تنظیم په بانه په یمني قبائلو بمباري ترسره کوي.
دعربي چاروکارپوهان وايي، چي امریکاد دې لپاره دحوثیانو په مخالفینو بمباري کوي، ترڅو حوثیان پرمختګ وکړي او زیاتي سیمي ولکه کړي، چي په دې سره په یمن کي جګړه اوږده شي.
دچارو کارپوهان په دې اند دی، چي امریکا غواړي دسوريې او عراق په څېر دیمن جګړه هم پای ته ونه رسیږي.
عادل خپلواک