د پرون او نن د مشرانو توپير…!

الحاج ملا محمد رباني د ملا محمد عمر اخند مرستيال او د حكومت مشر وو. په دې حساب هغه له مشر ملا صېب را وروسته يو مقتدرترينه كس وو، خو د اختياري فقر يې دا حال وو چې د ژوند تر پايه د شرعي نصاب څښتن نه شو.

د ژوند په وروستيو كې د درملنې لپاره اماراتو ته لاړ، هلته دولت او شتمنو شيخانو ور سره د زړه له إخلاصه مرسته وكړه او د راوي په وينا د ده د شخصي لګښتونو لپاره يې څو سوه زره ډالر وركړل. خو حاجي معاون صېب چې كله كندهار ته ستون شو نو يې ټولې پيسې د بيت المال په نيت مشر ملا صاحب ته وسپارلې. مشر ورته كړل چې يو څه پيسې به دې در اخيستي وې، خو ملا محمد “رباني” په خورا متانت ورغبرګه كړه چې ټول ژوند د شرعي نصاب څښتن نشوم، اوس چې د ګور تر غاړې ورسيدلم، نه غواړم چې ځان د شتمنۍ په ځنځير وتړم او مخكې راته حساب كتاب پيچلى كړم…!

دغه دروند او متين انسان همداسې په بيوزلۍ كې ومړ… انا لله و انا اليه راجعون.

 داسې څوك شته چې په اوسنيو مشرانو كې ما ته څوك وښيي چې شتمني يې اقلاً تر لسګونو ميليونو كمه وي….؟؟؟

د عنایت الله کاکړ له پاڼې نه په مننه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button