بې ښمره (لنډه کيسه)

احمدګل ريان
يوه ورځ باچا خپل درې وزيران دربار ته وغوښتل او ورته يې وويل چې هر يو درسره يوه کڅوړه واخلئ، باغ ته لاړ شي او باچا ته رنګارنګ ښې ميوې راوړئ.
وزيران چې دې عجيب امر حيران کړل، درېواړه له کڅوړو سره باغ ته ننوتل.
يو وزير کوشش وکړ چې باچا ته ښې، تازه او مختلفې ميوې راټولي کړي، همداسي يې وکړل او باچا ته يې د هغه د خوښې ښه لنده ميوه راټوله کړه.
دوهم وزير په دې سوچ چې باچا خپله يوه يوه ميوه نه ګوري چې څه فرق سره لري، نو ځکه يې له تازه او شيته، پخې او خامې ميوې خپله کڅوړه ډکه کړه.
دريم وزير چې خورا سست و، له ځان سره يې وويل چې باچا به يوازي ډکې کڅوړي ته ګوري او دې ته به نه ګوري چې په منځ کې يې څه دي؛ په دې يقين يې خپله کڅوړه له وښو، پاڼو او نورو وړو لرګو ډکه کړه، ځان يې له ستړيا بچ کړ او ډډه يې ووهله.
دوهمه ورځ له امر سره سم دريواړه له ډکو کڅوړو سره د پاچا دربار ته حاضر شول، باچا د کڅوړو له کتلو پرته سمدستي امر وکړ چې درې سره د يوې مياشتې لپاره په يو لري زندان کې بنديان کړئ.
همداسي وشول، له دوی سره په کڅوړو کې له راټولو شويو شيانو پرته د خوراک لپاره نور هيڅ نه وو.
اوس نو اول وزير چې ښه ميوه يې ټوله کړې وه، ټوله مياشت يې په هغه ميوه ګوزاره کوله او ښه په اساني پرې تېره شوه.
دوهم وزير چې تازه، شيته، خامه او پخه ميوه يې راټوله کړې وه، له سخت مشکل سره مخ شو، څو ورځي يې تازه او پخه ميوه وخوړه او ګوزاره يې وکړه خو وروسته کچه او خرابې ميوې ته مجبور شو چې خوړلو يې ورته سخته بيماري پيښه کړه او په سختو تکليفونو کې يې مياشت پوره کړه.
دريم وزير چې بې ښمره واښه او پاڼې يې په کڅوړه کې راټولي کړې وې، د خوراک لپاره ورسره هيڅ نه وو نو له څو ورځو وروسته مړ شو.
اوس نو له خپل ځانه وپوښتئ چې څه شی ټولوئ؟
اوس تاسي په هغه باغ کې ژوند کوئ چې تاسي ترې نيک او بد عملونه دواړه ټولولی شئ.
خو په ياد ولرئ، هر کله چې د بادشاه حکم صادر شو نو خپلې بنديخانې ( قبر ) ته به مو واچوي.
په دې بنديخانه کې به يوازي يئ، له تاسي سره به صرف ستاسي له اعمالو ډکه شوې کڅوړه وي؛ هرڅه مو چې راټول کړي وي هغه به په ښمر درځي.
نو همدا نن کوشش وکړه، ځان ستړی که او ښه تازه ميوه ( نيک عملونه ) جمع کړه تر څو هلته بيا ارام او هوسا و اوسې.