د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ څارنوال ووژل شو

عزم/ ترلاسه شوي خبرونه وايي د کندهار په ښار کې د ژیړۍ ولسوالۍ څارنوال په یوه وسلوال برید کې ووژل شو.
خبر زیاتوي حمله تیره شپه د کندهار ښار د څلورمې حوزې مربوط د حاجي اکبر مارکیټ سره خوا کې ترسره شوه، خبر کاږي څارنوال لومړي ټپی شو او وروسته یې د کاري ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
په دې وروستیو کې د کندهار ښار او په اړوندو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه د پخوا په نسبت زیاتې شوي دي
څو ورځې وړاندې د غورک په ولسوالۍ کې طالبانو په ګڼ شمیر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړل یو شمیر امنیتي عسکر یې مړه او ژوبل کړل او زیاته اندازه سپکه او درنه وسله یې ولجه کړه.
احمدبشار