په کابل او زابل کي دبرما دمسلمانانو په ملاتړ مظاهرې شوي

په کابل کي سلګونو کسانو نن دجمعې ترلمانځه وروسته په حضوري چمن کي دبرما دمسلمانانو په ملاتړ لاریون ترسره کړ.
مظاهره کونکو چي شمېر يې سلګونو تنو ته رسیدو، دبرما دحکومت او بودایانو په ضد او دمسلمانانو په ملاتړ شعارونه ورکول.
په کابل کي دستري محکمې مخي ته تر غرمې وړاندي هم لسګونو کسانو دبرما او دمصر دحکومتونو په ضد مظاهره ترسره کړه.
مظاهره کونکو په برما کي دمسلمانانو وژني او په مصر کي اعدامونه وغندل او دنړۍ له هیوادونو، ملګرو ملتونو، بشري حقونو او دبښني له نړیوال سازمان څخه یې غوښتنه کوله، چي دبرما او دمصر دحکومتونه دظلمونو مخنیوی دي وکړي.
لاریون کونکو په ملګرو ملتونو او دبشري حقونو په سازمانونو نیوکه کوله، چي دبرما او دمصر دحکومتونو په ظلمونو پټه خوله دي.
نن دزابل ولایت په مرکز قلات ښار کي هم یوشمېر کسانو دبرما دمسلمانانو په ملاتړ لاریون ترسره کړ.
مظاهره کونکو دمسلمانانو په ملاتړ او دبرمادحکومت او دبودایانو دظلمونو په ضد شعارونه ورکول.
په زابل کي هم مظاهره کونکو دنړۍ له هیوادونو څخه غوښتنه کوله، چي په برما کي دي دروانو ظلمونو مخه ونیسي.
په دې وروستیو کي په ټولنیزو رسنیو کي دبرما دمسلمانانو په اړه داسي عکسونه خپاره شول، چي دټولي نړۍ دمسلمانانو غبرګونونه يې راوپارول.
عادل خپلواک