ازاد نظم/ مشفق حريت مل

nanagarhar

هغه کلی و د خټو
هلته لوړ تعميرات نه وو
هلته لارې پخې نه وې
هلته سره اوسپين ګلان په
ديوالو را اوښتي نه وو
هلته هېڅ دکوم کور مخ ته
نه چمن نه باغيچه وه
نه د ګلو تماشه وه
هسې خړ خړ دېوالونه
هسې خړ پړ کليوال و
هسې خړې وې جونګړې
وې څېرې په غم لړلې
ساده ګي د ژوندانه وه
د محل تماشه نه وه
خو جفا هم چا کې نه وه
او بيا هم زما عجيب زړه
و دې کلي کې نښتی
مينه،عشق و معشوقه وه
او زما به ننداره وه
د خوښۍ هره شېبه وه
او له کلي نه ور اخوا
د طبيعت ښکلا خپره وه
هلته به زموږ پره وه
خصوصاً چې به جمعه وه
زه،هغه و او بيانه (۱)وه
د يو بل د زړه کيسه وه
غر،پټي وو منظره وه
هم چينه د غره له رګ نه
هم رڼه سپينه وياله وه
هم شپونکی و هم رمه وه
هم به مسته ترانه وه
مجلسونه وو کيسې وې
ښايسته مشاعرې وې
ژوند ايله د ژوند په خوند و
زړونه زړونو سره بند وو
مينه مينه محبت و
له نفرت څخه نفرت و
خو اختيار و د تقدير چې
حالتونه هجراني شول
او وختونه غمازي شول
زما يار اول طالب و
طالبۍ نه بيا ملا شو
چې ملا شو نو اعلی شو
خو زما له څنګ جداشو
پرديسي يې شوله ختمه
نور د کور په لور روان شو
خو زړګی مې پسې وران شو
خو بس اوس به زه د صبر
لمن کلکه ونيسمه
ځان او يار ته به دعا کړم
په همدې به تسلی کړم
زما ياره خدای دې مل شه
ژوند دې ښکلی لکه ګل شه
ژوند دې ښکلی لکه ګل شه

(۱) بيانه زموږ د اوسېدو په سيمه کې د طبيعي ښکلا يوه زرغونه او په زړه پورې سيمه ده چې کله کله د مازديګري چکر ته ورځو.

۲۰۱۵/۰۶/۱۱ پنجشنبه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button