جهاد په روژه کې

جهاد هغه عبادت دی، چي د زمان، مکان او اشخاصو په تغیرسره تغیر (توقف)نه قبلوي، بلکه د کافرانو او د هغوی د ملاتړو په مقابل کي به هر وخت او هر ځای جاري وي او که جهاد د مسلمانانو یوه ډله پرېږدي، نو الله تعالی بله ډله ددغې عظیمي فريضې د ادا کولو او جاري ساتلو لپاره غوره کوي.
الله تعالی په خپل دغه قول سره چي( و قاتلوهم حتی لاتکون فتنة  ويکون الدین کله لله ) دا تصور له منځه یووړ، چي جهاد دي تر یوې خاصې زمانې او یوه خاص ځای پوري معلق وي، ځکه په آیت شريف کي له «فتنة» څخه مراد کفر ده، نو جهاد به ترهغه روان وي، چي تر څو کفر وي او هر ځای چي کفر وي هلته به جهاد وي، علماء کرام وايي، چي کفر د ځمکي په سر د عيسی عليه السلام د زمانې تر وروستيو پوري نه ختمیږي، هغه مهال چي جزیه پورته شي، صليب مات شي، خنزير ووژل شي او له اسلام پرته بل څه قبول نشي.
الله تعالی په خپل دغه قول سره چي (يا أيهاالذين آمنوا من یرتد منکم عن دینه فسوف يأتي الله بقوم يحبهم و يحبونهم أذلة علی المؤمنین اعزة علی الکافرين، یجاهدون في سبيل الله ولايخافون لومة لائم ذلک فضل الله یؤتیه من یشاء والله واسع عليم) دا روښانه کړه، چي که کوم قوم جهاد پرېږدي، نو الله تعالی به په داسي قوم  راتګ وکړي، چي دوی به له الله تعالی سره محبت کوي او الله تعالی به له دوی سره محبت کوي او جهاد به روان ساتي.
جهاد د نبی عليه السلام او صحابه وو تر زمانې، د عربو تر جزیرې او د اشخاصو تر معصوميت مربوط نه دی، لکه څنګه چي ځيني بې دینان دا فکر کوي، چي دا د صحابه وو زمانه – نه ده، یا عرب په سعودي او … کي ولي جهاد نه کوي، يا پخواني پاک زړي خلک اوس نشته، نوځکه اوس جهاد نشته او باید ځانونه د نړیوالي ټولني په معیار برابر  او د هغوی کالب ته ور واچول شي.  
اما جهاد هغه عبادت دی،  چي د وخت، ځای  او اشخاصو په لحاظ   يې په فضيلت  او اجر کي زیاتوالی راتلای شي، (د مکان په لحاظ) له حرمینو څخه په دفاع کي جهاد د اسلامي خاوري د نورو سیمو په دفاع کي تر جهاد افضل دی، همدارازهغه جهاد چي د اشغال په ضد د مسلمانانو د نیول شوې سيمي د ازادۍ لپاره وي تر هغه جهاد افضل دی، چي د اسلامي خاوري د باندې د نویو سیمو د نيولو لپاره روان وي.
(د اشخاصو په لحاظ) هغو مجاهدینو ته چي نیت یې ډیر صاف او نور اعمال یې برابر وي تر هغو مجاهدینو زیات ثواب ورکول کیږي، چي په نیت کي یې څه لږ خلل اويا يې نور اعمال سم نه وي، په دغه ډول د هغو غزاګانو اجر او ثواب چي نبی علیه السلام به پکي ګډون درلود تر هغو غزاوو زیات دی، چي نبی عليه السلام به پکي نه و، همداراز د صحابه وو رضی الله عنهم د جهاد اجر تر غیرصحابه وو زیات دی.
 (د وخت په لحاظ)جهاد د ټول کال په نسبت د روژې په میاشت کي زیات ثواب لري، ځکه د روژې په میاشت کي په هره حسنة کي د کيف او کم له پلوه تضاعف راځي، همداراز کوم عبادت کي چي  څومره مشقت زیات وي، په هغه اندازه یې اجر زیات وي، نو جهاد چي خپله هم یو سخت عبادت دی په روژه کي يې تکليف لا زیات وي، نو اجر یې هم پرېمانه وي.
د اسلام تاریخ په دې شاهد دی، زیاتي غزاوي چي مسلمانانو د روژې په میاشت کي ترسره کړې، الله تعالی نصرت او بری ورپه برخه کړی دی او نبی عليه السلام هم همدا خوښوله، چي غزاوي اویاسريې په دغه میاشت کي وليږي.
د هجرت په دوهم کال د روژې په میاشت کي د بدر غزا رامنځ ته شوه، مسلمانان د نبی عليه السلام په مشرۍ د قریشو په قافلې د برید لپاره ووتل، خو ابو سفیان د ساحل په لوري  خپله لاره بدله کړه او د مکې مشرکین د مسلمانانو د مقابلې لپاره راووتل، هغه وو، چي د روژې په ۱۷  په بدر کي د مسلمانانو او مشرکانو ترمنځ پرېکنده جګړه وشوه، چي الله تعالی له خپلې وعدې سره سم مسلمانانو ته داسې بری ور نصيب کړ، چي د مسلمانانو روحیات پرې قوي شول، د اسلام پايې پرې مضبوطې شوې، د مکې مشرکین وځپل شول، صنادید او مشران يې پکي له منځه ولاړل او د عربو په افق کي د مسلمانانو د بري هنګامې خپرې شوې.
د هجرت په ۸ کال د روژې په میاشت کي د مکې فتحه رامنځ ته شوه، د قريشو له لوري د سولي تر ماتولو وروسته نبی عليه السلام د روژې په لسمه له ۱۰ زرو صحابه وو سره، چي روژې يې په خولو کي وې د مکې د فتحي لپاره ووت، الله تعالی په مسلمانانو باندې د مکې مکرمې ستره فتحه ولوروله، چي په پایله کي يې د تل لپاره مکة مکرمة له بتانو څخه خلاصه شوه،  ولسونه او قبائل ډلي ډلي د الله تعالی په دین کي داخل شول او د ډیرو نویو فتحو لپاره پيلامه شوه.
نبی عليه السلام همداراز شاوخوا ۱۱ سریې په بېلو روژو کي مختلفو سیمو ته ولېږلې، چي الله تعالی سترې سوبې ورپه برخه کړې، همدا شان په راوروسته کي مشهوري فتحې په دغه میاشت کي منځ ته راغلې دې، چي یادونه يې د یوې مقالې څه بلکه د یوه کتاب له توان څخه وتلې ده.
سلفو او خلفو هر وخت په روژه کي په خپل نفس او دښمن د بري  کامياب امتحان ورکړی او لله الحمد زموږ د جهادي ډګر نوميالي په دغه امتحان کي تر چا شاته نه دي پاته شوي، د روژې تندي او لوږي، شديدي ګرمۍ او د ورځو اوږدوالي د مجاهدينو په مخ کي هیڅ ډول خنډ نه دی پيدا کړی، بلکه دې ورته د ایثار نوې جذبه ور بښلې، د هیواد په ګوټ ګوټ کي یې په دښمن تندريز بریدونه زیات کړي، له ماته خوړلي دښمن څخه یې نوې سیمي نیولي او فتحه کړي او د الله تعالی وعده شویو اجرونو ته د سبقت لپاره یې د طاغوت د لښکرو په وړاندې خپل سنګرونه ټینګ کړي دي.
موسی مهاجر
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button