په مصر کې د ايټاليا قونسلګرۍ مخ ته چاودنه شوې
قاهره( عزم: يکشنبه،۲۱ چنګاښ ٩٤) تېره ورځ د مصر په پلازمينه قاهره کې د ايټاليا قونسلګرۍ مخ ته دچادونې له امله ۱ تن ووژل شو او۱۰ نور تپيان شول.
د راپورونو له مخې وژل شوی يو عام مصری او په ټپيانو کې دوه د قونسلګرۍ ساتونکي او۲ نور عام لاروي دي.
په مصر کې مينا خبري اژانس د هغه هېواد د يوه امنيتي چارواکي له قوله چې نوم يې نه دى اخيستل شوى؛ راپور ورکړى، چې بم په هغه موټر کې ځاى پر ځاى شوى و چې د ايټاليا قونسلګرۍ ته نژدې درول شوى و.
ايټاليا وايي، په مصر کې يې پر قونسلګرۍ تر حملې وروسته لاس تر زنې نه کښېني او د نړۍ په هره برخه کې هغه ګواښ جدي نيسي چې د دغه هېواد ګټې زيانمنوي.
د پېښې مسؤليت داعش ډلې په غاړه اخيستی.
دې ډلې په خپله انټرنټي پاڼه کې ليکلي چې په قاهره کې د ايټاليا قونسلګرۍ ته نژدې په دې حمله کې ٤٥٠ کيلوګرامه منفجره مواد کارول شوي دي.
د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير پاولو جينتي لوني وويل؛ دغه حمله د داعش ډلې پر وړاندې د ده د هېواد تعهد لا ټينګوي
زموږ پر قونسلګرۍ بريد موږ ته دا مفکوره راکوي چې اړتيا لرو دا يو ډېر جدي تروريستي ګواښ وګڼو؛ هغه څه چې ايټاليا به يې په ډېر غوڅ دريځ سره ځواب ووايي. دا هر څه د داعش پر وړاندې د نړېوالې مبارزې لپاره زموږ بشپړ تعهد تاييدوي
د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير وويل چې د چاودنې په وژل شويو او ټپيانو کې د دوى کوم تبعه نه دى شامل.
د مصر د روغتيا وزارت وياند وايي؛ په پرونۍ حمله کې يو ملکي مصرى وژل شوى او لس تنه نور ټپيان شوي.
راپورونه وايي، دې پېښې د ايټاليا قونسلګري ډېره زيانمنه کړې ده.
داعش ويلي چې په دغه بريد کې يې ۴۵۰ کېلو ګرامه منفجره مواد کاروالي خو که د داعش ډلې دغه ادعا رښتيا وي چې په دې حمله کې يې ٤٥٠ کيلوګرامه منفجره مواد کارولي؛ اوس نو پوښتنې ولاړېږي چې دغه سخت دريځي وسله وال څنګه وتوانېدل په مصر غوندې هېواد کې؛ دومره زياته پيمانه منفجره مواد داسې يوې سيمې ته چې کلک امنيتي تدابير يې نيول شوي؛ انتقال کړي او بيا يې په ريموټ کنټرول منفجره کړي؟
عبداللطيف نظيف