مزار شريف کې د جنبش يو قومندان وژل شوی
مزارشريف ( عزم: يکشنبه،۲۱ چنګاښ ٩٤)د بلخ ولایت په مرکز د مزارشریف ښار کې د جنبش یو وتلی سیمه ییز قومندان شیر محمد چې په شیر عرب يې شهرت درلود د ناپيژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان دراني رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ ناوخته د مزار شریف ښار په اوومه ناحیه کې ناپېژاندو موټر سایکل سپرو د جنبش په قومندان شیر عرب ډزې کړي، چې له امله یې نوموړی وژل شوی، او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
پوليس وايي چې د پيښې په اړه پلټنې کوي خو له چمتال ولسولۍ څخه د جنبش یوه غړي د خپل نوم او غږ نه خپرولو په شرط رسنیو ته ویلي چې قومندان شیر عرب په استاذ عطاء پورې د تړولو ملیشو له خوا څخه ترور شوی دی.
په شمال کې وخت په وخت د استاد عطاء او د دوستم د پلويانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کيږي.
عبداللطيف نظيف