د کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټ لينډ سره لوبه کوي

C3CEFEE1-44B9-42E9-B5A0-A1C4D85CACFA_mw1024_s_n

کابل ( عزم: يکشنبه،۲۱ چنګاښ ٩٤) د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د شل اووره نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې نن د سکاټلنډ پر وړاندې مسابقه کوي.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک رسنيو ته وويل چې د افغانستان لوبډله نننۍ مسابقې ته پوره چمتووالى لري:

نوموړی وويل: د سکاټلنډ لوبډله پياوړې او کوربنه ده؛ پرونۍ لوبه يې هالنډ ته بايلوده، خو افغانستان بيا هالنډ یا نيدرلنډ ته ماتې ورکړې ده. زموږ لوبډله پوره چمتووالى لري؛ له ښه پلان سره د لوبې ميدان ته وځي.“

افغانستان تر اوسه په دغو سياليو کې  دوه مسابقې کړي چې دغه مسابقې يې له هالنډ او متحده عرب اماراتو ګټلې دي.

د ٢٠١٦م کال د ٢٠ اووره نړېوال جام د غوراوي په سيالو کې١٤ لوبډلو برخه اخيستې ده؛ له دې جملې شپږ ټيمونه به د دغه جام سياليو ته لار پيدا کوي.

افغانستان ددغو سياليو  په Bګروپ کې شامل چې ورسره هالنډ،سکاټلنډ،متحده عرب امارات او نور هېوادونه شامل دي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button