د روژې څلیرویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د ایمان ټینګېدل دي . روژه د بدن زکات دی ، د ګناهونو سوځول دي ، د روح پیاوړتیا ده ، د الهی امر مراعاتول او منل دي ، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب څخه ساتنه ده ، د نفسانی حاکمیت ځپنه ده ، د الهی رحمت حاصلوَنه ده ، د مغفرت ګټنه ده ، د توبې قبلېدنه ده ، او د جنت ژمنه ده . نو ښه دا دی چی د الله تعالی او رسول الله ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي . په همدې هیله څلیرویشتمه تحفه درته وړاندی کوم او ستاسو د ځوابونو په امید ، خو د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله تر روژې وروسته اعلان سی . والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ په کوم غیر اسلامی مشهور دینی کتاب کی د قرآن نوم څو څو واره ذکر سوی دی ؟
۲ ـ کوم سورت د میوې په نوم دی ، او کوم سورت د یو حکومت یا هیواد په نوم دی ؟
۳ ـ الصف څه معنی ؟
۴ ـ فاطر څه معنی ؟
۵ ـ په سورهً لقمان کی د حضرت لقمان نوم څو واره ذکر سوی دی ؟
۶ ـ که څوک په روژه کی خپلی خولې تر ستونی تیری کړی نو ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : روژه یې ماتیږی او قضایی به نیسی ؛
ج : قضایی او کفاره به دواړه ادا کوي ؛
د : روژه یې مکروه کیږی .
۷ ـ نارینه چی په روژه کی په زوره د ښځی سره نږدېکت وکړی د هغې ښځی روژه څنګه ده ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : روژه یې مکروه کیږی ؛
ج : روژه یې ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي ؛
د : قضایی او کفاره دواړه به ادا کوي .
۸ ـ په اسلام کی د رشوت په هکله څه وعید ( خبردارئ ) دی ؟
الف : دا ناپاکه عمل دی ؛
ب : دا ام الخبایًث دی ؛
ج : رشوت ورکونکی او رشوت اخیستونکی دواړه دوږخیان دي ؛
د : په قیامت به دواړه ګوډ او شل وی .
۹ ـ د احد په غزا کی د مسلمانانو قوماندان څوک و ؟
الف : معصب بن عمیر (رض) ؛
ب : اسامه بن زید (رض) ؛
ج : عبدالرحمن بن عوف (رض) ؛
د : خالد بن ولید (رض) .
۱۰ ـ الله تعالی په کومو آیتونو کی د عایشې (رض) برایًت ثابت کړ ؟
الف : د سورهً نور لس آیتونه ؛
ب : د سورهً نسأ لس آیتونه ؛
ج : د سورهً انفال لس آیتونه ؛
د : د سورهً مریم لس آیتونه .
او دا هم د نن زرین اصل : ابن زیدون (رح) ویلی دي : د خپل دوست عیبونه د هغه څخه پټول خیانت دی او نورو ته یې بیانول غیبت دی .