قدر شپه څه مقام لري

جمع او ترتيب : قاري محب الله صافی
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : دَخَلَ رَمَضَانُ ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : إِنَّ هَذَا الشَّهْرَ قَدْ حَضَرَكُمْ ، وَفِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ ، مَنْ حُرِمَهَا , فَقَدْ حُرِمَ الْخَيْرَ كُلَّهُ ، وَلاَ يُحْرَمُ خَيْرَهَا إِلاَّ مَحْرُومٌ.
(رواه ابن ماجة و اسناده حسن انشاء الله تعالی کذا فی الترغيب و فی المشکاة عنه الا کل محروم)
حضرت انس رضی الله عنه فرمايي يو وارې د رمضان المبارک مياشت راغله. نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چې په تاسې يوه مياشت راغله چې په هغه کې يوه داسې شپه ده چې د زرو مياشتو څخه غوره ده. څوک چې د دغه شپې څخه محرومه پاتې شول ګويا د ټول خير څخه محرومه پاتې شول. او له دغه خير څخه محرومه نه پاتې کيږي مګر هغه کس چې په حقيقت کې محرومه وي.
فائده : د هغه کس په محرومی کې خو هيڅ شک نشته چې له دومره لوی نعمت څخه محرومه پاتې کيږي. د ريل ګاډي مامورين د يو څو روپيو لپاره ټوله شپه ويخ وي. نو که د اتياو کالو او څلور مياشتو د عبادت لپاره څوک يوه مياشت کې يوه شپه ويخ پاتې شي نو کوم سخت کار خو نه دی. اصله خبره داده چې په زړه کې درد او عشق نشته. او که لږ غوندې خوند ورپه برخه شي نو بيا يوه شپه څه چې په سلهاو شپې به ويخ وي.
خامخا خو به يو څه راز وي چې سره د دې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته بشارتونه او وعدې شوي دي.او د دې ټولو په پوره کېدو کې يې پوره يقين هم وو خو بياهم نبي کريم صلی الله عليه وسلم اوږده اوږده مونځه کول چې مبارکې پيښې به يې وپړسېدې. اخر موږ هم د هغه نوميالي امتيان ياديږو.کومو خلکو چې د هغه کلکه پېروي وکړه نو هغوی ګټه وکړه او د دې امت لپاره يې يوه نمونه پريښوده.د موږ لپاره خو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په رنګ عبادت موقع هم پاتې نه شوه او نه هغه شان عبادت کولی شو. خو په زړه کې د کينولو خبره ده. ځکه د عاشقانو لپاره د شودو نهرونه کنيستل هم سخت نه دي. خو دا خبره د چا د پايزار د سمولو څخه پرته نه شي حاصلېدی
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” إِذَا كَانَ لَيْلَةُ الْقَدْرِ نَزَلَ جِبْرِيلُ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي كَبْكَبَةٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ يُصَلُّونَ عَلَى كُلِّ عَبْدٍ قَائِمٍ أَوْ قَاعِدٍ يَذْكُرُ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ، فَإِذَا كَانَ يَوْمُ عِيدِهِمْ، يَعْنِي يَوْمَ فِطْرِهِمْ، بَاهَى بِهِمْ مَلَائِكَتَهُ، فَقَالَ: يَا مَلَائِكَتِي مَا جَزَاءُ أَجِيرٍ وَفَّى عَمَلَهُ ؟، قَالُوا: رَبَّنَا جَزَاؤُهُ أَنْ يُوفَى أَجْرَهُ، قَالَ: مَلَائِكَتِي عَبِيدِي وَإِمَائِي قَضَوْا فَرِيضَتِي عَلَيْهِمْ، ثُمَّ خَرَجُوا يِعِجُّونَ إِلَيَّ بِالدُّعَاءِ، وَعِزَّتِي وَجَلَالِي وَكَرَمِي وَعُلُوِّي وَارْتِفاعِ مَكَانِي لَأُجِيبَنَّهُمْ، فَيَقُولُ: ارْجِعُوا فَقَدْ غَفَرْتُ لَكُمْ وَبَدَّلْتُ سَيِّئَاتِكُمْ حَسَنَاتٍ، قَالَ: فَيَرْجِعُونَ مَغْفُورًا لَهُمْ ” (رواه البيهقی فی شعب الایمان کذا فی المشکاة)
حضرت انس رضی الله عنه فرمايي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې جبرائيل عليه السلام د ملائکو په يوې ډلې سره راځي او د هغه کس لپاره چې په ولاړه او يا په ناسته د الله تعالی ذکر کوي. (او په عبادت کې مشغول وي.) د رحمت دعاګانې کوي. او کله چې د کوچني اختر ورځ شي نو الله تعالی به د فرښتو په منځ کې د خپلو بندګانو په عبادت فخر کوي. (ځکه چې هغوی په بنيادمانو اعتراض کړی وو(۱) او له هغوی څخه به پوښتنه کوي چې اې فرښتو! هغه مزدور چې خيله مزدوري پوره کړي د هغې عوض څه شی دی؟ هغوی به عرض وکړي اې زموږ ربه! د هغې عوض دا ده چې هغوی ته پوره مزدوري ورکړل شي. نو و به ويل شي چې اې زما فرښتو! زما غلامانو او وينځو زما فريضه پوره کړه. بيا چې په چغو چغو دعا سره(عيدګاه ته) ووتل. (نو الله تعالی به ووايي)زما دې په خپل عزت قسم وي زما د په خپل جلال قسم وي زما دې په خپلې لوي قسم وي او زما دې په خپلې لوړې مرتبې قسم وي چې زه به د دغو خلکو دعا ضرور قبلوم. بيا به دغو خلکو ته خطاب وکړي او ورته وبه وايي . بيرته راوګرزئ. ستاسو ګناهونه مې معاف کړل. او د تاسې بدی مو په نيکيو بدلې کړې. پس دغه خلک له عيدګاه څخه په داسې حالت کې بيرته راګرزي چې د هغوی ګناهونه به بخښل شوي وي.
څومره د سيالۍ خبره د د هغه بزرګانو سره چې ويلې يې دي چې له موږ څخه د بالغ کېدو څخه پس د قدر د شپې عبادت هيڅ کله نه دی پاتې شوی.
د بعضې عالمانو په اند د روح څخه مراد يوه ډېره لويه فرښته. چې ټول اسمانونه او زمکې د هغه په مقابل کې د يوې نمړۍ برابر دی. دغه راز د بعضو په اند له دې څخه د فرښتو يوه خاصه ډله ده چې نورو فرښتو هم صرف د قدر په شپه تر نظر راځي. څلورم قول دا دی چې دا د الله تعالی خاص مخلوق دی چې خوراک او څښاک کوي. خو نه فرښتې دي او نه انسانان. پنځم دا چې له دې څخه حضرت عيسی عليه السلام مراد دی چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د امت د اعمالو د ليدو لپاره د فرښتو سره راښکته کيږي. شپږم قول دا دی چې دا د الله تعالی خاص رحمت دی. يعنې په دغه شپه کې فرښتې نازليږي. او د الله تعالی خاص رحمت نازليږي.له دې څخه علاوه نور اقوال هم موجود دي. مګر په دې ټولو کې مشهور قول اولنی دی. په سنن البيهقي کې په روايت د حضرت انس رضی الله عنه له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه نقل دي چې د قدر په شپه جبرائيل عليه السلام د فرښتو د يوې ډلې سره راښکته کيږي. او څوک چې په ذکر کې بوخت وويني نو د هغه لپاره د رحمت دعاګانې کوي. بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ (4) د خپل پروردګار په امر هر د خير عمل را اخلي. او د زمکې په لورې راښکته کيږي. په مظاهر حق کې ليکل شوي دي چې هم په دغه شپه د فرښتو پيدايښت شوی دی. او هم په دغه شپه کې د حضرت ادم عليه السلام ماده راغونډېدل پيل شول. هم په دغه شپه کې په جنت کې ونې کيښودل شوې. او د دعا ګانو قبليدل خو په کثرت سره په ډېرو رواياتو کې راغلي دي. د درمنثور په يوه روايت کې دي چې په دغه شپه حضرت عيسی عليه السلام اسمان ته وخيژول شو. او هم په دغه شپه کې د بنی اسرائيلو توبه قبوله شوه. (سَلَامٌ) دغه شپه ټوله سلام ده. يعنې ټوله شپه د ملائکو له جانبه په مومنانو باندې سلامونه کيږي يوه ډله راځي او بله ځي. لکه څرنګه چې په بعضو رواياتو کې په دې تصريح هم شوې ده. او يا دا معنا يې ده چې دغه شپه ټوله سلامتيا ده او له هر راز شر څخه به په امن کې وي. هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (5) دغه شپه (د دغه برکتونو سره) تر صبا پورې وي. داسې نه ده چې د دغه شپې يوې خاصه برخه کې دا فضيلت وي. بلکه د صبا پورې د دې فضايل او برکات وي. د دې شپې زښته زيات فضائل بيان شوي دي. نو د احاديثو ذکر کولو ته کوم حاجت نه پيدا کيږي خو بيا هم د دې د فضايلو په باره کې ډېر احاديث بيان شوي دي.
(۱)
او هغه اعتراض دا وو چې فرښتو الله تعالی ته عرض وکړ چې ايا داسې مخلوقات پيدا کوې چې په زمکه به فتنه او فساد کوي.