اسلام د چينايي ځوانانو تر منځ ترټولو خوښ دين ګڼل شوی

mangat01_l

( عزم: يکشنبه،۲۱ چنګاښ ٩٤) د امريکا د يوې مجلې (نيوز ويک) د راپور له مخې د چين حکومت په روژه کې په مسلمانانو د روژې د بنديز او په مسلمانانو د تاريخي ظلم سره سره په چين کې د عامو چينايانو په ځانګړي توګه د ځوانانو تر منځ اسلام يو تر ټولو خوښ دين ګڼل شوی.

د بيجنګ د رينمن پوهنتون د يوې سروې له مخې په چين کې د لادينيت په شمول د ۵ نورو اديانو په نسبت اسلام د ۳۰ کلنو ځوانانو په منځ کې تر ټولو محبوب دين ګڼل شوی دی.

په چين کې د دغه عمر مسلمانانو فيصدي د ټولو مسلمانانو نږدې ۲۳ سلنه جوړوي.

په ۲۰۱۰ کال کې د يوې سروې له مخې د مسلمانانو ابادي ۲۳۰ لکه و چې د چين د ابادۍ نږدې ۱۸ سلنه يې جوړوله.

د سروې د راپور له مخې په ۲۰۳۰ ميلادي کال کې د چين د مسلمانانو ابادي ۳۰۰ لکه نه اوړي.

دغه نوې سروې او شميرنه هغه وخت رامنځته شوه چې د روژې په پيل کې د چين دولت په  سينګيانګ ايالت  کې په مسلمانانو د روژې بنديز ولګاوه.

که څه هم د سينګيانګ ايالت سيمه ايز چارواکو د چين په سنګيانګ ايالت کې په مسلمانانو ښوونکو او زده کوونکو د روژې بنديز لګولی و خو د چين مرکزي حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

په چين کې د اسلام نه پرته  کاتوليک،پروټسټنټ،بوداييت،او تاومت په دولتي توګه منل شوي اديان دي.
په چين کې اسلام په لومړۍ او کاتوليک په دوهمه درجه منل شوي اديان دي، همدغه راز بوداييت او تاومت د شپيته کلنو عمر خلکو کې مقبول دی.

په چين کې د مسلمانانو د ابادۍ او نفوسو د زياتوالي سلسله په پوره تېزۍ سره روانه ده.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button