د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت: نور به اسرائیلو ته اشغالګر وایو

عزم (شنبه، ۲۱/۵/۱۴۰۲): د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نور به اسرائیل د ځمکې پر مخ یو ناقانونه او اشغالګر هېواد بولي.

د العربیه نیوز د خبر له مخې: د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وونګ تېره ورځ له پارلمان څخه بهر رسنیو ته همدا خبرې وکړې.

د پارلمان په پرونۍ غونډه کې د قانون جوړولو په اړه خبر وشوې او اغلې وونګ یې په اړه وویل چې: نور به په ټولو دولتي اسنادو او بیانونو کې فلسطین اشغال شوی او اسرائیل اشغالګر هېواد بلل کیږي.

نوموړې زیاته کړې، چې: بیت المقدس به هم اشغال شوی ګڼل کیږي او هڅه به وشي چې د فلسطین ستونزې ته یوه معقوله حل لاره پیدا شي،

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو، عربي هېوادونو او امریکا له لوري د فلسطین او اسرائیلو د ستونزې حلولو غږونه پورته شوي دي.

باید وویل شي چې اسټرالیا له ۲۰۱۴ کال وړاندې اسرائیل یو غاصب او ناقانونه هېواد باله؛ خو وروسته بیا دغه لړۍ ودرېده؛ مګر اوس یې بېرته پخوانۍ سلسلې ته د ور ګرځېدو خبر ورکړ.

اسرائیلي چارواکو تر اوسه د اسټرالیايي وزیرې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button