WaPost: پکتیا کې د امریکايي ځواکونو د یوه بېس تخلیې څه اغېز کړی؟

عزم (دوشنبه،۲۱ تله، ۱۳۹۹): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۰مه، له پکتیا ولایته د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د زیاتې شوې ناامنۍ او د ولایت د امنیتي ځواکونو د ‌ډېرېدونکې کمزورۍ په اړه راپور لیکلی دی.

راپور لیکي، امریکايي پوځ په فبروري کې له طالبانو سره هوکړه وکړه او له دې هوکړې یوه میاشت لا نه وه پوره شوې چې د پکتیا Forward Operating Base Lightning پوځي مرکز یې تخلیه کړ. دا بېس د افغان ځواکونو د روزنې، د مشترکو عملیاتو د پلان او استخباراتي ماموریتونو د ترسره کولو لپاره کارېده. په ګردېز کې د امریکایانو دا بېس د افغان پوځ د یوې سترې قرارګاه، چې اوس هم فعاله ده، برخه وه.

افغان عسکر وايي دوی هغه وخت شکمن شول کله چې یې چورلکې ولیدې چې له تجهیزاتو ډک کانټینرونه به یې له دې مرکزه لیږدول. د پوځ یو جګړن جان اغا صافی وايي، کله ناکله به د ورځې پنځه ځله دا دوره وهل کېده.

(Lorenzo Tugnoli for The Washington Post)
(Lorenzo Tugnoli for The Washington Post)

خو اوس له امبار، ماتو تختو، چیت شویو فلزي ټرېلرونو او تارونو پرته په دې بېس کې بل څه نشته. جګړن جان اغا صافی له امریکايي ځواکونو په پاتې امبار کې د ګرځېدو پر مهال وايي، ”دوی موږ ته یوازې امبار راپرېښود. همدا یې میراث دی“.

د سیمې اوسېدونکو او چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د دې بېس تخلیې زیات اثرات درلودلي دي. هدفي وژنې زیاتې شوې، ښوونځیو ته حاضري کمه شوې او د طالبانو د نفوذ د ساحو پراختیا زیاته شوې ده.

که څه هم په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې د افغان ځواکونو مهارت او توان دا اجازه ورکړه چې بېس هغوی ته وروسپاري، خو وضعیت اوس زیات خراب شوی دی.

د پکتیا لپاره د حکومت والي، حلیم فدايي، ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د دوی مورال کمزوری شوی، له ځايي امنیتي ځواکونو سره د اطلاعاتو شریکېدل کرار او کم شوي او همداراز د څار لپاره د هوايي ملاتړ کچه هم راټيټه شوې ده. په بېس کې پاتې افغان عسکر وايي چې دوی اوس ځانونه یوازې او د خطر په معرض کې پرېښودل شوي احساسوي.

(Lorenzo Tugnoli for The Washington Post)
(Lorenzo Tugnoli for The Washington Post)

حلیم فدايي وايي چې طالبانو که څه هم ښاري سیمو ته عملیات نه دي غځولي، خو تر خپل لاس لاندې ځایونو کې یې ځانونه قوي کړي او لاس یې د حکومت تر کنټرول یا نفوذ لاندې کلیوالو سیمو ته اوږد کړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي چې طالبانو تر خپل لاس لاندې ولسوالیو کې خپل چیکپواینټونه زیات کړي او ځینې یې د هوايي بریدونو د کموالي له امله قوي او دوامداره کړي دي.

د طالبانو تر لاس لاندې زرمت ولسوالۍ ته نږدې د ملېشو یو قومندان، عادل، د طالبانو د فعالیت زیاتوالی ټکان ورکوونکی بولي او وايي چې پر پوسته یې د حکومت تر لاس لاندې سیمې له دوکانونو هم ډزې کیږي.

د عادل پوسته مخکې د پولیسو وه، خو د امریکايي ځواکونو د ملاتړ تر ختمېدو وروسته چې د حکومت عام ځواکونه د ولایت مرکز ښار ته ورټول کړل شول، د ښار د څنډو په پوستو کې د عادل په څېر سم نه روزل شوي کسان پاتې شول.

پکتیا کې د امریکايي ځواکونو تخلیه شوی بېس (Lorenzo Tugnoli for The Washington Post)
پکتیا کې د امریکايي ځواکونو تخلیه شوی بېس (Lorenzo Tugnoli for The Washington Post)

واشنګټن پوسټ وايي، د سیمې اوسېدونکي بیا د هدفي وژنو له زیاتوالي سر ټکوي، هغه کوچني بریدونه چې اوس ټول هېواد کې زیات شوي دي.

د هېواد د سوېل-ختیځ لپاره د افغان پوځ د قومندان مرستیال، برید جنرال ګدا محمد دوست، د امریکايي ځواکونو د بېس د تخلیې اثرات کم بولي، خو وايي چې تعرضي حالت ته د بیا تللو لپاره د امریکا نږدې ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي دوست ويلي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په ګردېز کې ګډې ګزمې درېدلې او له طالبانو پرته د نورو ډلو پر ضد ځمکني عملیات تقریبًا درېدلي دي. نوموړي په پکتیا کې د امنیت  برقرار ساتل ”اوس ۱۰۰ سلنه زیات سخت“ بولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!