د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه

① د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: زمونږ دریځ دا دی چې ټول افغان کډوال به ستنیږي، په دې تړاو له امریکا او اړوندو هېوادونو سره اړیکه کې یو، پاکستان افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او له جدي ګواښونو سره سره یې اړیکې ساتلې دي.

② د ناروې بهرنیو چارو وزارت: له پاکستانه په لویه کچه د افغان کډوالو وېستلو او بشري اغېزو ناوړه پایلو باندې اندېښمن یو، پاکستان باید د زیانمنونکو افغان کډوالو د پېژندلو او ساتنې یو اغېزمن مېکانیزم جوړ کړي.

③ د پاکستان ډان ورځپاڼه: پاکستان اړ دی چې له امارت سره تعامل ته غاړه کېږدي، د صدراعظم کاکړ څرګندونې ستونزې نه شي حلولی، که د دوی اړیکې سختیږي، نو ټي ټي پي او داعش ـ خراسان له لا غښتلي کیږي.

④ د پاکستان دنیا نیوز: د افغان کډوالو له امله زمونږ ژوند تر فشارونو لاندې و، دا د وخت غوښتنه ده چې ولېږل شي، په دې تړاو د نړیوالو سازمانونو نیوکې بېځایه دي.

⑤ المان غږ: له پاکستانه ستنېدونکي اکثریت افغانان د امارت تر واک لاندې ځان خوندي نه ګڼي، دوی کې ډېری د امارت ناقدین هغه دي.

⑥ بي بي سي: پښتونخوا کې افغان کډوال وايي د قانوني پاڼو لرونکي هم ځورول کيږي.

⑦ ډان ورځپاڼه: افغانستان ته نږدې د استولو مرکزونو کې ۸۰ سلنه هغه کسان دي چې د اوسېدو بشپړ اسناد لري او دغسې مسئلې چارواکو ته د هغوی استولو په بهیر کې ستونزې پېښې کړې دي.

⑧ د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي اعلان کړی چې افغان کډوالو سره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کوي.

⑨ کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: تېرو دوو ورځو کې له ۱۲ زره زیات افغان کډوال راستانه شوي دي.

⑩ پاکستاني رسنۍ: تېرو ۴۰ ورځو کې له ۲۱۴ زرو زیات افغان کډوال ستانه شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!