د فلسطین وضعیت ته کتنه
① د غزې روغتیايي مسؤلین: پر یو ښوونځي برید کې ۵۰ تنه وژل شوي. د غزې په تړانګه کې د الشفاء روغتون مسؤلین وايي، چې پر یو ښوونځي تر برید وروسته د پنځوسو کسانو مړي دغه روغتون ته وروړل شوي دي. په ورته وخت کې د فلسطین سرې میاشتې ټولنې د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې اسرائیلي پټو نښه ویشتونکوو، غزې ښار کې د القدس په روغتون کې دوه تنه شهیدان کړل او شل تنه نور یې ټپیان کړل.
② غزې روغتیا وزارت: د اسرائيلو هوایی بریدونو او ځمکنیو بریدونو له امله د مړو شمېر ۱۱۰۷۸ ته لوړ شوی، چې ۴۵۰۶ یې ماشومان او له ۳۰۰۰ ډېرې میرمنې دي، یادو بریدونو کې د ټپیانو شمېر له ۲۷۰۰۰ څخه لوړ شوی. غزه کې روغتیايي مسؤلین وایي، د شهیدانو شمېر دومره دی، چې دفن کول یې ستونزمن شوي دي.
③ د بندیانو اداره: اسرائیلو پوځ په لویدیځه غاړه کې په وروستیو څو ساعتونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۵ فلسطینیان نیولي، چې د طوفان الاقصی عملیاتو، له پیل راهیسې د نیول شویو شمېر ۲۴۲۵ ته رسیدلی دی. د حماس ډلې مرستیال ویلي، اسراییل مجبور دي، چې زموږ سره د بندیانو ازادولو تړون امضاء کړي.
④ د اسرائیلو پوځ ویلي، چې له حماس سره د جګړې له پیل راهیسې یې په غزې تړانګه کې د ترهګریزو سازمانونو تر ۱۵۰۰۰ زیاتو اهدافو بریدونه کړي دي. دوی زیاتوي، چې پر غزې د ځمکنیو عملیاتو له امله شپږ زره وسلې کشف شوي او د غزې تړانګې شمال کې مو د تېرو دوو اوونیو عملیاتو کې د حماس ۱۱ مرکزونه نیولي دي. د پوځ په وینا، دوی د غزې په شمال کې د یوه ښوونځي ترڅنګ د حماس یو تونل ویجاړ کړی او نن سهار یې د حماس ډلې پر یوه ځانګړي ځواک هم بمباري کړې ده.
⑤ اسرائيلو دفاع وزارت: د جنګ له پيل راهیسې، د امریکا او اروپايي هیوادو له لوري، ۱۲۳ طیارې، ۷ بحري بیړۍ، له ۷ زره ټنو زیاتې اسلحې او نور پوځي الات اسراييلو ته ورکړل شوي دي.
⑥ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اوربند په اړه د فرانسې او امریکا د ولسمشرانو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: حماس به هغه جنایتونه چې نن یې په غزه کې ترسره کړل، سبا په پاریس، نیویارک او د نړۍ په نورو ځایونو کې ترسره کړي. دا په داسې حال کې ده، چې ایمانویل مکرون تر دې مخکې په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې وه. نوموړي ویلي و، موږ به غزه کنټرول او بې وسلې کړو او هیڅ بهرنی ځواک ته به یې په لاس ور نه کړو.
⑦ د اسراییلو بهرنیو چارو پخوانی مرستیال وزیر: پر غزې، له یوې میاشتې جګړې وروسته له ګاونډیو عربي هیوادونو سره زموږ اړیکې ښې دي او زه، چې خپل ګرځنده تلیفون خلاص کړم، د دوی هیله بښونکي پیغامونه ترلاسه کوم. دوی زموږ ملاتړ کوي او غواړي، چې له حماس څخه ځان خلاص کړی.
⑧ د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئيس: د غزې روغتیایی سېسټم فلج شوی دی. موږ په غزې تړانګه کې شفاء روغتون ته نږدې، د هوایي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه لرو. بل لور ته بې پولې ډاکټران وايي: شفا روغتون کې زموږ اړیکې له خپلو کارمندانو سره پرې شوې، اوسمهال غزه کې وضعیت بيخي ډیر ترینګلی دی.
⑨ د قطر امیر، د مصر او سعودي عربستان له ولسمشرانو سره په لیدنه کې د غزې پر وروستي وضعیت خبرې کړې او اسراييل یې اشغالګر او ترهګر بللي دي. بل لور ته د وینزویلا ولسمشر ویلي: د بشر حقوق سازمانونه باید غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلو نسل وژنه ودروي، که نه نو دا به د مسیحیانو او کاتولیکانو پر اوږو بار شي. ټرمپ هم ویلي، چې موږ هیڅکله دریم نړیوال جنګ ته دومره نږدې نه وو لکه اوس چې یو.
⑩ اردوغان: نتنیاهو به په راتلونکي کې سختې بدې پایلې وویني. له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې اسراییلي وګړي د هغه مخالف دي. که څه هم اردوغان په ظاهره د فلسطین ملاتړ کوي، خو ترکي سیاسیون د ده څرګندونې نمایشي ګڼي. د تركيې سعادت ګوند استازي د ده پر ضد ویلی، نن د حکومت غړي د غزې په غم غمجن دي، خو هغه پیلوټان، چې پر غزې بمبار کوي، ترکیه کې روزل شوي، د الوتکو تېل یې، د ترکیې له اسکندرون څخه ځي. د اسراییلي پوځیانو خواړه د الانیا او اوبه د مناوګت څخه ځي. زما ژبه د دې جملې په ویلو نه ګرځي؛ خو ښايي د هغو اسراييلي قاتلينو په لاس کې وسله ستاسو ملاتړ ته ولاړه شي.
اردوغان اوکراین او ازر بایجان ته بې پیلوټه الوتکې لېږلې، ولې یې د غزې خلکو ته نه لېږي؟! د غزې خلک به ستا د خوراکي مرستو سره څه وکړي؟!
⑪ د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د غزې په اړه د عربي بیړنۍ سرمشریزې غونډه کې د ګډون لپاره ریاض ته له تللو مخکې وویل، د فلسطین مسئله د اسلامی نړۍ لپاره تر ټولو مهمه ده او دا اړینه ده چې قاطعه پرېکړه وشي.
*تبصره:*د تېرو څو ورځو په پرتله نن غزه کې زیات مرګ ژوبله شوې، د اسراییلو له لوري په پرلپسې توګه بریدونه روان دي. مکاتب، مساجد او روغتیايي مرکزونه په نښه کوي او عام خلک په شهادت رسوي.
د اسراییلو بهرنیو چارو پخوانی مرستیال وزیر، له خبرو معلومیږي، چې اسلامي او عربي هیوادونه تش په نوم د فلسطین ملاتړ کوي او په پټه له اسراییلو سره یوه خوله دي. که چېرې عرب همداسې ناپوهۍ کې پاتې شي او د اسراییلو پر جنایاتو سترګې پتې کړي، نو نه یوازې اقصی او غزه بلکې نور ډېر مقدس مقامات او سیمې به هم د مسلمانانو له لاسه ووځي.
اسلامي امارت دې، د خپل اسلامي مسؤلیت پر بناء، د اسلامي نړۍ له مخورو علماؤ او د نړۍ له هیوادو سره، د فلسطین په اړه تماس ونیسي او دوی دې له خپل مسؤلیت څخه خبر او غفلت څخه بیدار کړي، ترڅو د مسلمانانو برم ژوندی او د مظلومو فلسطینیانو نسل وژنه پای ته ورسیږي.