د سرطان او التهاب ضد (ریحان) نالیدلې ګټې

خبره یوازې د ریحان په خوند او معطر بوی پورې محدوده نه ده، بلکې ګڼ شمېر درملیزې ګټې هم لري، دا ځکه چې ریحان په پراخه کچه د اکسیدونو ضد مادې لري کوم چې د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.
په عام ډول له ریحان څخه په عطرو کې ګټه اخیستل کیږي خو د خوړو معطر کولو لپاره هم کارول کیږي، ددې سربېره د ناروغیو پر وړاندې د بدن معافي سیستم لوړوي او پوستکی، ځيګر او سږي له سرطان څخه ژغورلی شي.
د ریحان درملیزې ګټې په لاندې ډول دي:
د معدې ستونزو درملنه کوي
د ریحان اوبه څښل د معدې دردونو په درملنه کې مرسته کوي، د معدې ګاز او د اشتها له لاسه ورکولو څخه مو خلاصوي، دغه راز پښتورګي اغیزناک کوي او د مایعاتو خوندي کولو کې مرسته کوي.
کولیسترول له منځه وړي
د ریحان څښاک بدن کې د هغه کولیسترول کچه چې وینې ته زیان رسوي ټيټوي.
د سرطان سره مبارزه کوي
ریحان د اکسیدتونو څخه ډک دی چې کولی شي د بندونو پړسوب، عصبي قولون او د التهاب نورو حالتونو کې مرسته وکړي، او دغه کار د بیټا کیرفیلین په مرسته کوي چې په دې کې موجود دي، بیټا کیرفیلین د التهاب او اکسید ضد خصوصیات لري، چې د انټي بیوټیک په توګه هم کار کوي.
زړه روغ ساتي
ریحان د میګنیزیم په مرسته کوم چې په دې کې شتون لري د زړه روغتیا ته وده ورکوي او د وینې جریان ښه کوي، د ریحان زیات کارول د وینې فشار کمولو کې مرسته کوي او همدارنګه د زړه ناروغیو مخه نیسي کوم چې د کورونری شریان پورې اړه لري.
دا سربېره پر دې د ویټامن سي، کلسیم، پوټاشیم او وسپنې ښه سرچینه هم بلل کیږي.
لیکنه: فیاض افغان