کوم لاملونه دي چې اقتصاد پیاوړی کوي او کوم یې ضعیفوي؟

اقتصاد په ټولنو او حکومتونو کې د ملا تیر یادیږي! که چېرې د یوه هېواد، ټولنې، شرکت او یا کوم کور اقتصاد ولویږي ، هغه داسې مثال لري لکه د ملا تیر یې چې مات شي او د ملا تیر چې کله مات شي، نو انسان له قیام او حرکت څخه لویږی.
خو مهمه پوښتنه دا ده چې: اقتصاد د کومو کارونو له امله پیاوړی کیږي او د کومو کارونو له امله لویږي؟ د دغې پوښتنې لپاره موږ باید منطقي ځواب ولرو او منطقي ځواب ته اساسي فکر پکار دی؛ نو راځئ چې له صفره یې پیل کړو!
که چېرې زموږ ورځنۍ مزدوري، یا نور مالياتي عوائد ۳۰۰ افغانۍ وي، نو لګښت مو باید تر ۲۷۰ افغانیو وانوړي، یعنې مصارف مو د عوائدو په تناسب باید لس سلنه (۱۰%) کم وي! د دې کار لپاره اړینه ده چې موږ یو مصرفي جدول جوړ کړو او بیا د همغه جدول مطابق مصارف کوو.
(په دغې اساسي مقطع کې د دې خبرې یادون هم ضروري دی چې ووایو: اقتصاد ته ((بې کارې)) تر ټولو سخته ضربه رسوي ، نو له همدې امله د وخت ضایع کول له تاوان سره خامخا تړلي.)
راشئ چې په مجموع کې د یادو ۳۰ افغانیو ورځنۍ ګټه حساب کړو!
که موږ خپل ټول نفوس ۳۶ میلیونه وګڼو او په هرو ۶ کسانو کې مو یوازې یو کس کار وکړي، نور ټول بېکاره یا د بل ګټې ته ناست وګڼو او د ورځې همدومره (یعنې ۳۰ افغانۍ) سپما ولري، نو زموږ د عوائدو منابع ۶ میلیونه کسان کیږي او ورځنۍ پانګه مو ۱۸۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي، چې د میاشتې (یعنې د ۲۶ ورځو چې د جمعې ورځې هم ترې وباسو) څلور زره شپږ سوه اتیا (۴۶۸۰،۰۰۰۰۰۰) میلیونه افغانۍ کیږي او که دغه پیسې د کال حساب کړو، نو (۵۶۱۰۸) میلیونه، یا شپږپنځوس میلیارده، یوسل آته میلیونه افغانۍ کیږي او که یې ضرب د لسو کالو کړو، نو (۵۶۱۰۸۰۰۰۰۰۰۰) پنځه سوه یوشپېته میلیارده او اتیا میلیونه افغانۍ ترې جوړیږي.
دغه ذخیره د ورځې د یوه کس د تشو (۵) افغانیو سپما له برکته رامنځته کیږي، مګر که چېرې زموږ هر سړی د ورځې (۵) افغانۍ پوروړی شي، نو بیا به همدوه پور یا قرض هم راباندې وي، یا که چېرې د ورځې همدغه ۵ افغانۍ اصراف وکړو، نو همدومره مالي زیان راته رسیږي.
راشئ چې نسوارو ته حساب وکړو!
پخوا به زموږ تخمیناً په هرو شلو نارینه کسانو کې یوه یې نسوار کول، خو اوس الحمدلله د علم، کلتوري تغیر، نسبي اصلاحاتو او متغیر محیط له برکته- دغه تعداد کم شوی دی، خو بیا هم په هرو ۱۲۰ نارینه کسانو کې یو یې خامخا نسوار کوي.
د نسوارو ضرر، د خولې بدبویي، په انګړ کې یې له چرګانو سره تشبه، د توفدانۍ بې بېلګې چټلي او له خپلې مېرمنې سره یې هر وخت (اخ ډب) به پر ځای پرېږدو او له دې به هم تېر شو چې؛ د نسواري له پیالې څخه بل څوک اوبه، یا چای نه څښي، په خبرو کې مخامخ او نږدې نه ورته دریږي _رابه شو مصارفو ته یې.
یو نسواري ماما یوه خلته داسې نسوار؛ چې ډېر خراب نه وي- په ۱۰ افغانۍ اخلي، نو سم څپلور نسواریان یې په دوو شپو او دوو ورځو کې غړت کوي، چې ددوی مصارف هم د ورځې (۵) افغانۍ کیږي، نو چې دوی په ۱۲۰ کسه نارینه وو کې یو حساب کړو، نو دا مد اوزلان هم په لسو کالو کې (۲۱) میلیونه افغانۍ مصرف کوي! ځکه چې د دوی حفظهم الله تعداد هم ۱۴۰ زرو کسانو ته رسیږي.
او که همدغه کچه سیګریټیان دودګن حساب کړو، بیا مصارف پنځه برابره کیږي او که دا غټ څښښن راواخلو، نو خبره بیخي پسې غټيږي او ډالرو ته اوړي.
اوس نو چې ځېنې باټیان پلترۍ درته ووهي، پښه پر بله کېږدي، پنډۍ لوڅه او شړق ورکړي، خولۍ هم پر تندي یوڅه راکوزه او توفداني وغواړي، بیا نو درته وایي چې: نن مې وړکۍ لور او دوو زمنو ته شل شل افغانۍ نقدې ورکړې او دوکان ته مې ولېږل چې ورشئ بچیانو! ځانونو ته مو پاپړ او سلنټيان، یا چپس واخلئ.
وا کور مو د میردین جومات شه! ماخو هغه تعداد پیسې د ۵ افغانیو له حسابه درته ښوولې وې، اوس خو تا د نفر پر سر ۲۰ افغانۍ بېباکي نوره هم پسې ور زیاته کړه؛ نو که هره ورځ هر نسواري ماما همدومره پیسې په نسوارو او پاپړو ورکړي ، نو دا مصارف خو بیا پنځه برابره کیږي، یعنې د لسو کالو ۱۰۵ میلیونه افغانۍ ترې جوړیږي؛ ۲۱ میلیونه د نسوارو او ۸۴ میلیونه د پاپړو کیږي ؛ سره له دې چې جانبي عوارض مو یې لا نه دي سنجولي.
اوس که موږ هر یو د ورځې یوازې (۱) افغانۍ ذخیره کړو، نو په لسو کالو کې به مو ۳۶۰ میلیونه افغانۍ ذخیره کړې وي، خو که د نفر پر سر هره ورځ (۲) افغانۍ بې ځایه مصرف کړو ، نو بیا به مو په لسو کالو کې ۷۲۰ میلیونه افغانۍ بې ځایه مصرف کړې وي.
نور نو تاسو دغې موضع ته شاخونه او انشعابونه پسې ورکړئ!
د بېلګې په توګه: که د الله په لاره کې یو کس د ورځې ۲۰ افغانۍ مصرف کړي او د ده عمر ۷۰ کاله وي، خو ۷ کاله ماشومتوب ترې وباسو، نو دی چې کله مړ کیږي، مخکې له مخکې به یې (لکه د ناوۍ کور) ۴۵۳۶۰۰۰ څلور میلیونه پنځه سوه شپږ دېرش زره افغانۍ د آخرت په اکاونټ کې جمع کړې وي! چې دا اسقاط، له مرګه وروسته تر اسقاط- په کراتو او مراتو بهتر هم دی.
هغو مصارفو ته هم حساب وکړئ چې هره ورځ یې د شیطان په لاره کې لګوو.
نو خلاصه دا شوه چې: دلته هره ذره ، هر دم او هر قدم حسابیږي ، مګر موږ نه یو ترې خبر.
نو باید موږ هم له ځانونو سره دغه ډول حسابونه ولرو.
لیکنه: امین وردګ