امت ولې ویده دی

نه اوري نه څه ویني په غزه یهود راټول دي !
امت ولي ویده دی په مزه یهود راټول دي !
غربیان را جمع شوي اسرائیل کړی حشر دی
اقصی نه ګیر چا پیره فلسطین باندې محشر دی
ته اخله د حالاتو جایزه یهود راټول دي
امت ولي ویده دی په مزه یهود راټول دي !
مؤمین خو د کافر مقابله لکه زمری کړي
غیرت چې په اسلام کړي ورپه برخه یې بری کړي
جهاد دی اتلانو منزه یهود راټول دي
امت ولي ویده دی په مزه یهود راټول دي !
شهید محمد مرسي او په صدام هم خپه نه شوۍ
په مرګ د قذافي او په اسلام هم خپه نه شوۍ
ته کینه لاس تر زنې مه رازه یهود راټول دي
امت ولي ویده دی په مزه یهود راټول دي !
ژوندي دې افغانان وي څه ګیله له پاکستان کړي !
د دوي لپاره مشر انتخاب خو انګلستان کړي
همیش اخلي له دوي نه اجازه یهود راټول دي
امت ولي ویده دی په مزه یهود راټول دي !
الله ډیر غیرتي دی چې غیرت په چا کې نه وي
د بل په اوږو د رومی چې همت په چا کې نه وي
وي کفر ته یې خلاصه دروازه یهود راټول دي
امت ولي ویده دی په مزه یهود راټول دي !
په تش ژبه ظالم ته چې ظالم ویلی نه شي !
دښمن ته د اسلام ځکه غلیم ویلی نه شي
ای ربه چا ته وکړم عریضه یهود راټول دي
امت ولي ویده دی په مزه یهود راټول دي !
د ژبې مسلمان دی خو عمل کې اسلام نشته !
دا ځکه «سالمزیه» مې هیڅ خوب او ارام نشته
پخپله د خپل ځان کړم جنازه یهود راټول دي
امت ولي ویده دی په مزه یهود راټول دي !

سالمزی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!