هېڅ يو افغان ډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژني

د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کيلو متره اوږده پوله ده،چې لا تر اوسه پورې نه د افغانستان حکومتونو او نه هم د کرښې دوواړو خواوو کې د مېشتو قومونو له خوا منل شوې ده. د ډيورند کرښې تړون د ۱۸۹۳ز کال څخه را وروسته د برېتانوي هند د حکومت او د افغان امير عبدالرحمن خان لخوا په خپلو سيمو کې د محدوديتونو د اغېز د لرې کولو لپاره تر سره شو،چې بيا وروسته په هماغه وخت کې دا کرښه د هېنري مورټيمر ډيورنډ د برېتانوي هند د بهرنيو چارو وزات د مرستيال په نوم ونومول شوه، دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل د ظاهر شاه، سردار داود، تره کي، امين، کارمل، ډاکتر نجيب، مجاهدينو، غني، او اسلامي امارت له حکومتونو کړې، چې ډيورنډ فرضي کرښه په رسميت وپېژني، خو د وخت حاکمو نظامونو يې د پاکستان دغه غوښتنه رد کړې او هېڅکله به ډيورنډ کرښه په رسميت و نه پېژني!
هغه داسې چې په تازه د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان مقتي له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي،چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه سرپرست حکومت په يوازې توګه پرېکړه نه شي کولای او نه يې په رسميت پېژني، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ويلي: (( د ډيورنډ موضوع دا يوه ډېره اوږده موضوع ده او ډېرې درنې خبرې دي، په دې کې د ولسونو رايه اخيستل په کار دي او په دې اړه حکومت خپلسرې فيصلې نهشي کولای او نه يې منلی شي.))
بې له شکه، چې په افغانستان او پاکستان کې ځينې ستونزې شته، خو د د غو ستونزو حل يوازې حکومتونه نه شي کولای، بلکې د ستونزو د هواري لپاره د ولسونو رايه مهمه ده او پر اړه يې يوازې لروبر ولسونه پرېکړه کولای شي، نو د ډيورنډ فرضي کرښې موضوع هم پر افغان ولس پورې اړه لري او هېڅ حکومت د دې موضوع په اړه خپلسرې پرېکړه نه شي کولای.
کله چې په ۱۹۴۷ز کال کې پاکستان جوړ شو، په افغانستان کې د محمد ظاهر شاه پاچاهي وه. د محمد ظاهر شاه په پاچاهۍ کې افغانستان لومړی هېواد و،چې ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان له غړيتوب سره مخالفت وښوود او د ډيورنډ کرښې مسئله يې راپورته کړه. او له ياد نړيوال سازمان يې غوښتنه وکړه، چې د پاکستان په غړيتوب سره به د افغانستان او بريتانوي هند ترمنځ پخواني تړونونه چې ډيورنډ کرښه هم په کې شامله وه ماتېږي او د ډيورنډ کرښې هغه غاړې خلکو ته د ټاکنې پر حق ټينګار وشو.
د سردار محمد داود په وخت کې هم د ډيورنډ کرښې چې په هغه وخت کې د پښتونستان مسئلې په نوم يادېده ډېره جدي وه. داود خان له پاکستان سره توندې اړيکې درلودې او د پښتونستان مسئلې پر سر نېږده وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه پيل شي. سردار محمد داود خان د پښتونستان مسئلې ته ډېر ارزښت ورکولو او په ټول توان يې هڅه کوله، چې د ډيورنډ کرښې هغه غاړې خاوره د لوی افغانستان برخه جوړه کړي.
د تره کي په دوره کې هم په ۱۹۷۸ز کال د سپټمبر مياشتې په ۹مه د پاکستان ولسمشر ضيا الحق افغانستان ته په رسمي سفر راغی،نوموړي له نور محمد تره کي وغوښتل چې ډيورنډ په رسميت وپېژني، خو د ضيا الحق غوښتنه يې رد کړه او ورته يې وويل، چې ډيورنډ کرښه يو استعماري او يوه په زور منل شوې کرښه ده،چې هېڅکله افغان ولس ته د منلو وړ نه ده،ضياالحق هغه وخت پوه شو،چې پر خلق ديموکراتيک ګوند نه شي منلی،چې ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني.
د امين په دوره کې هم د پښتونستان او په افغانستان کې قومي جوړښتونه د ارزښت وړ مسئله وه. د نوموړي په وخت کې پاکستان د ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندو غوښتنه نه ده کړې،خو په خپله حيفظ الله امين له دې سره سخت مخالف و،چې ډيورنډ په رسميت وپېژني.
د خلق ديموکراتيک ګوند د پرچم اړخ ولسمشر د ډيورنډ کرښې رسميت پېژندو سره سخت مخالفت درلود،ببرک کارمل ډيورنډ کرښه د انګليسي استعمار په پايله کې پر يو افغان وجود د وېش خنجر بللو. د هغه وخت پرچم په نوم ورځپاڼې د ببرک کارمل له خولې لېکلي وو، چې د افغانستان حکومت د ډيورنډ کرښې هغه غاړې تنو او بلوڅانو څخه ملاتړ کړی، ترڅو دوی خپل برخليک په خپله وټاکي او هېڅکله د افغانستان حکومت د ډيورنډ تپل شوې کرښه د يوې رسمي کرښې په ډول په رسميت نه پېژني.
د روسي يرغل په وخت کې که څه هم د افغانستان آزادي ټولو افغانانو ته مهمه وه، له همدې امله ډيورنډ مسئله د خلکو په اذهانو کې نه وه ، خو د اسلامي امارت په تېره او اوسنۍ واکمنۍ کې هم پاکستان څو ځلې غوښتنه وکړه چې ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني، خو بيا هم د ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندلو غوښتنې په کلکه رد شوې او هېڅکله يې دغه کرښه په رسميت نه ده پېژندلې، لنډه داچې افغانان به هېڅکله د ډيورنډ په شان تپل شويو مسئلو ته غاړه کېنږدي او هېڅکله به هغه څه و نه مني، چې د بهرنيو استبدادي رژيمونو له خوا پر دوی تپل کېږي او يا ورته بهانې لټوي!
دا چې د ډيورنډ کرښه د وخت حکومتونو له پنجاب ادارې سره په رسميت نه ده منلې او نه به يې هم وپېژني، نو پاکستان بيا غچ تر افغانانو اخلي او هڅه کوي، چې د هر راز فشار په ډول د دغه کرښې منلو ته افغان ولس او حکومت دواړه مجبور کړي، همدا اوس په پاکستان کې د افغان کډوالو څه حال دی، موږ وينو چې افغان کډوال وهل کېږي، بنديانېږي، شتمنۍ او ګاڼې يې لوټل کېږي او په زوره راشړل کېږي، داسې ښکاري، چې له پاکستانه د افغانانو د راشړلو يو علت همدا وي، چې د دوی غوښتنه بيا په کلکه رد شوه او هغه خوبونو يې په اوبو لاهو شول، چې د ډيورنډ کرښې په اړه يې له ډېر پخوا ليدلي وو، نو مصنوعي پاکستان ته په کار ده، چې ځان دې نور په نړيواله سطحه نه شرموي او نور دې د افغانستان شا پرېږدي او په کورنيو چارو کې لاسوهنه بنده کړي، ځکه پاکستان د خپلو ګټو په خاطر پر افغانستان څه د پاسه څلوېښت کلونه غوبل جوړ کړی و، تل يې افغان ولس له خوږ ګوتې نيولی او پر سر يې لوبې کړې، خو اوس دې ښه په دواړو غوږونو واوري، چې اوسنی نظام هغو پخوانيو نظامونو ته ورته نه دی، چې پنجاب ادارې به ورته هر راز ستونزې جوړولې، اوس افغان ولس له يو داسې قوي حکومته برخمن دی، چې د نړۍ زبرځواک قوت يې تاريخي ماتې ورکړه او په نړيواله کچه يې له افغانستانه پښې سپکې کړې!
راشد آرين