ایډیالوژي د ملي قدرت ستره سرچينه/ لومړۍ برخه

ایډیالوژي، کلتور او عقیده دا درې واړه په خپل ځان کې یو ځانګړی قدر مشترک لري، چي هغه ملي تشخص یا ملي قدرت دئ. یعني دا هغه څه دي چي یو ملت په پیژندل کېږي، او یو ملت یا قوم له نورو بیلوي. دې درې ګونو اصطلاحاتو ته که موږ یو نوم وکړو د تهذیب یا فکر نوم ورته ورکولای شو.
ځانګړی ملي تهذیب یا فکر چي د پیړیو پیړیو بشري نفسیاتو، میلاناتو او ځانګړو تاریخي پیښو په پایله کې رامنځته کېږي، او مادي، تولیدي او تعمیري برخي ته یې تمدن ویل کېږي.
ځیني خلګ د پردي تهذیب یا فکر خپلول یا مصلحت ورباندي کول یوه سطحي مسئله ګڼي، او د هغې له نازک والي او اهمیته یا علم نلري یا ځان نه ورباندي پوئ کوي. ولي چي په اوسنئ نړۍ کې دا یو حقیقت دئ چي پردي عادتونه او رواجونه، تمایل او تقلید د یو ملت او قوم پر دین او اجتماعي ضمیر مهم نقش پرې باسي، او حتی د هغوئ د اجتماعي مرګ لامل کېدلای شي.
کلتور، عقیده او باورونه دا د یو ملت حیاتي ارزښتونه دي. یوازي هغه ملتونه د الهي پیغام د اخیستلو او ساتلو حقدار دي؛ چي اوچتي ملي او فطري ځانګړتیاوي ولري او هغوئ ته وفاداره وي ، له هر ډول بدعت او تقلید سره حساسیت ښیي.
همدا ځانګړتیاوي ملتونو ته په بشري ټولنو کې قائدانه او نړيوال حیثیت وربخښي، او یوازي همدا ټولني د تهذیبي ټکر په هرج او مرج کې بقا مومي.
دا به ډیره سادګي وي چي موږ د لویدیځ اوسنی تهذیب او فکر د ساینسي او ماډرنې نړۍ د تکاملي خوځښت طبعي پایله ګڼو، او په هغوئ کې د پخواني جهالت او کفري فلسفو، رومي تکبر او عیش خوښوني د عناصرو له امتزاج څخه انکار کوو.
دا حقیقت دئ چي اوسنی لویدیځ تهذیب د پخواني روم او یونان د تهذیب یو بیل یا پرمختللی شکل دئ. په ورته وخت کې د ختیځ او لویدیځ د بې خدایه فلسفو، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په ځانګړي ډول د اروپا د منځنیو پیړیو د ځانګړو تاریخي پیښو زیږنده دئ. خو د لویدیځ نظام ته د یو متکامل عقلاني نظام پروپاګند په هغه کې ددې عناصرو انعکاس کاواکه کړی. چي عادي انسانان یی تفکېک نشي کولای.
له همدې امله د تهذیب او فکر په ساتنه کې د اسلام احتیاط او ټینګار، په دې مورد کې د اسلامي تعلیماتو پریماني دا په ګوته کوي چي بشري ټولنو کې د ایډیالوژي پدیده کومه ساده مسئله نده. په قرانکریم کې الله تعالی فرمایی:
« ولن ترضی عنک الیهود و لا النصاری حتی تتبع ملتهم…» ژباړه: « او هیڅکله به یهود او نصاری درنه خوشال نه شي څو چې د هغوی له دینه پیروي ونه کړې»
دلته په اصل کې الله تعالی د دریو سترو اسماني او تمدني مذاهبو تر منځ د سیاسي اختلاف او نظامي ټکر اساسي عامل دین او فرهنګ ګڼي. او زموږ په وړاندي ددوئ د سیاسي نیت او تګلاري له اصلیت څخه پرده پورته کوي؛ چي هغه د جوړ جاړي پر ځای د تل پاتي جنګ او مقابلې فلسفه پیاده کول دي. ځکه خلک پوهیږي چي د یوې ځانګړي ایډیالوژي او فکر په بقا کې د ملتونو د بقا راز نغښتی دئ.
په صدر اسلام کې د صحرایي عربو په تمدني عربو بدلیدل، او د اسلام د دین د چټګ پرمختګ لامل هم په اصل کې د نړۍ او د بشریت د ټولنیز ژوند لپاره د عربو د یوه نوي پیغام او نوي فکر سره راټوکېدل و. محمد رسول الله صلی اللله علیه وسلم یوه لوري ته ددې نوي پیغام او دین په مټ د عربو فطري وړتیاوي رابرسیره کړې، ددوئ له شيندلي قبیلوي ځواکونو څخه یی یو متحد قدرت جوړ کړ، او بل لوري ته یې همدا قدرت له دیني ارزښتونو او افکارو سره وتاړه. د قدرت او فکر د همدې امتزاج پایله کې پرته له یوې اوږدې تکاملي پروسې هغه عرب چي د روم او فارس په وړاندي یې د مقابلې بیخي تصور نه وکړی؛ په ډېر لنډ وخت کې د روم او ایران په څیر پر متمدنه امپراتوریو له فکري او سیاسي پلوه برلاسي شول.
یو غربي تاریخپوه وایي: په شپاړسمه پیړۍ کي د عثمانیانو حیرانونکي فتوحات رعیتونو له اسلام سره ددوئ د سختي وفاداري پایله تصور کړه، او له دین سره ددوئ همدې کلک تړاو سلطان ته پر عربو او پراخه اسلامي نړۍ د اقتدار جواز وربخښلي و۲.
د افغانستان د استقلال په مبارزو کې د افغانانو د ویاړلو کامیابیو اساسي علت هم د افغانستان د ملتونو پر دیني ارزښتونو، او دیني علماؤو باور او پر افغاني ټولنه د علماؤو پیاوړی اثر رسوخ و. په تېر شل کلن انقلاب کې د افغانستان غریب ملت د پریمانه ډالرو برسېره بیا هم پر خپل دین او فرهنګ معاملې ته تیار نشول، د مصلحت پر ځای یې د جنګ لار غوره کړه او همدا یې د کامیابي سبب شو.
لویدیځ هم د ډیري اوږدې سرګرداني پایله کې د یوه انتیکه نړیوال تمدني او فکري قدرت په شکل تبارز وکړ. په دوه سوه کلنو صلیبي جګړو کې دوئ هر ځلي ماتي خوړلې وه؛ ولي خو په نولسمه پیړۍ کې چي دوئ له یوه نوي فکر، نوي تهذیب او نوې جذبې سره راپورته شوي و نه یوازي اسلامي نړۍ؛ بلکي ټوله نړۍ یې لاندي کړه. ځکه دا ځلي دوئ یو نوی ساینسي او صنعتي قدرت و. دوئ د ژوند، ټولنې او سیاست لپاره نوي افکار، نوې فلسفې او نوی پیغام موندلی و.ګلیلو په ساینسي علم کې انقلاب راوستی و. روسو او والټیر ددوئ د اجتماعي ژوند پیغمبران و. د ډارونیزم د فطري انتخاب، د بقا د تبارز، د نژادي برتري او پستي فلسفو ددوئ امپریالستي سیاستونه او مانورونه توجیه کول. اسلامي نړۍ چي مجددین نه درلودل، نه جهادي او انقلابي روح کې پاتي و، د لویدیځ د نظامي او فکري تاړاک په وړاندي د شګو دیوال ثابت شو.
همداسي د کمونیزم د بي ساري چټک پرمختګ لامل د شوروي اقتصاد او ټیکنالوجي نه وه. ځکه پدې دواړو کې لویدیځ تر شوروي وړاندی و، بلکي دا د کمونستي «منی فستو» طلسم او اثر و چي نیمی نړۍ یې لاندي کړه. اوسنۍ روسیه چي د کمونستي احزابو په سر کې وه، په نړۍ کې یوازینی دویم قطب و، ماتې هم هغه وخت یقیني شوه کله چي سوسیالیزم (کمونیزم) د اوږدې تجربې وروسته یوه ناکامه فلسفه او ایډیالوجي ثابته شوه.
شلمه پیړۍ له سیاسي او تمدني پلوه د تاریخ تر ټولو انقلابي پیړۍ وه. دا ځکه چي په هغې کې ملتونو د نظریاتي او فکري بقا تر ټولو خونړۍ مبارزه کوله. د شلمې پیړۍ په اوله نیمایي کې دوه نړیوال جنګونه په اصل کې د فاشزم او کمونیزم؛ دیموکراسي او دیکتاتوري؛ کاپیټالیزم او سوسیالیزم؛ استعمار او ازادۍ غوښتونکو د فکري ټکر نتیجه وه۳. همداسي په دویمه نیمایی کې اوږده سړه جګره چي ملتونه یې په ګرمو وینو کې ساتلي ول د کاپیټالیزم او کمونیزم جنګ و.
له ساړه جنګه وروسته چي اصلي لوبغاړي او ګټونکي یې مسلمانان و؛ د اسلامي امت راویښیدل او په وړاندي یې د لویدیځ متحرکه کېدل حتمي و. ځکه اسلام یوازینی احتمالي خطر پاتي و چي لویدیځ یې ننګولای شولای. د اسلام سیاسي او تمدني ظرفیت، فکري او تبلیغاتي ځواک، په اسلامي نړۍ کې د اسلامپالو او اسلام پالني فکري تبارز لویدیځ په خپل منځي بحثونو کې ډیر راپارولی و . پر افغانستان باندي امریکایی یرغل یوازي جیوپولیټکي اړخ نه درلود لکه ځیني سادګان چي ټینګار ورباندي کوي. بلکي دې یرغل فکري اهداف او اندیښنې درلودلې چي هغه اسلامي فکر او د اسلام پالني احیا وه چي په افغانستان کې راټوکېدلې وه.
محمد اشرف احرار