افغان لوبډله، نړيوال جام او ملت جوړونه

د نړيوال جام په ترڅ کې په هرات او شاوخوا ولایتونو کې زلزلې د سلګونه کسانو ژوند واخست. زمونږ لوبغاړو له هرچا وړاندې د مرستو اعلان وکړ او سملاسي يې د مرستو ټولولو کمپاينونه پيل کړل‌. د دوی دغه کار له يوې خوا د هرات زلزله ځپليو سره د مرستو په ډيريدو کې مرسته وکړه، او له بلې خوا يې په افغانستان دننه او بهر د هغو شريرو خلکو د کلونو خواري ضايع کړه څوک چې تفرقې او قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي.

د نړيوال جام په ترڅ کې له پاکستان څخه د مهاجرينو په زور ايستلو لړۍ پيل شوه. افغان کرکټ لوبغاړي په دې مسله کې خاموشه پاتې نشول. په نړيوال سټيج يې بيرته راستنيدونکو ته خپل ګټلي مډالونه ډالۍ کړل. تاسې د هغه ځوان او پيغلې پر ځای د يوې لحظې لپاره ځان تصور کړی چې پاکستان کې پيداشوي او يا هم هغه سړي او ميرمنې په اړه چې له څلويښتو کلونو وروسته خپل ټاټوبي ته ستنيږي او خپل هر څه هلته پريږدي، هغه ته خپل وطن کې ځان پردۍ پردۍ ښکاري، اما کله چې يو ملي لوبغاړی په نړيوال سټيج هغه ته خپل برۍ ډالۍ کوي او ښه راغلاست ورته وايي هغه به څومره ځان په خپل وطن پورې وابسته محسوسوي. بيرته راستنيدونکو ته دغه احساس ورکول ډير اړين ول چې په دې برخه کې ملي لوبغاړو او ترڅنګ يې نورو افغانانو دغه کار په ډير عالي ډول وکړ. په نړيوال سټيج د بريا دا ډول ډالۍ کول نور ابعاد هم لري او تاسې وليدل چې ګاونډي په دې موضوع څومره سخت غبرګون وښود.

لیکنه: حکمت حسن

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button