لندن کې شاوخوا درې سوه زره تنو د اسراییلو د اشغال او تېري پر وړاندې لاریون کړ

عزم(یکشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۴۰۲): د لندن پولیس وایي چې په غزه کې د اسرائیلو د پرله پسې بریدونو پر ضد ۳۰۰ زره کسانو مظاهره وکړه. په سلګونو زرو کسانو پرون شنبه په لندن ښار کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د غندنې په موخه ستر لاریون وکړ او د اسراییلو د تېرې پر ضد یې شعارونه ورکول.
پولیس وایي چې دا لاریون تر نورو لوی او شاوخوا درې لکو تنو پکې برخه اخیستې وه.
د راپورونو له مخې د لاریون په منځ کې د فلسطین او یهودو ځیني پلویان لاس او ګریوان شوي، چې پولیسو شخړه مهار کړې او ۸۰ تنه تورن یې نیولي.
ویل کېږي چې لاریونوالو له ځانونو سره د (خپلواک فلسطین)، (ټولوژنه ودروئ.) او پر غزه بمباري بنده کړئ؛ شعارونه لېږدول.
له فرانسې راپورونه وایي چې په پاریس کې د کیڼ اړخو د ځینو وکیلانو په ګډون څو زرو کسانو د فلسطین په ملاتړ لاریون کړی او هلته غزه کې یې پر اوربند ټینګار کړی.
یو شمېر کیڼ اړخو سیاستوالو د اوربند لپاره د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د غوښتنې هرکلی کړی دی. مکرون ویلي چې په غزه کې دې سمدستي برید ودرول شي او اوربند دې وشي.