نتنیاهو: که یرغمل شوي کسان مو خلاص نه شي، اوربند ناشونی دی

عزم(یکشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۴۰۲): د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د یرغمل شویو بندیانو له ازادېدو پرته به په هېڅ دلیل هم اوربند ته غاړه کېنږدي.
ده ویلي چې په غزه کې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او تر هغې چې د خپلو بندیانو له ازادېدو ډاډه شوي نه وي؛ جګړه به غځوي.
بنیامین نتنیاهو همداراز له لویدیځو مشرانو وغوښتل چې که د منځني ختیځ او د خپلو پولو خوندیتوب ته اندېښمن وي، نو د حماس پر وړاندې دې ودرېږي.
د اسرائیلو لومړي وزیر په یوه خبري کنفرانس کې لویدیځو هېوادونو ته په خطاب کې وویل: زموږ جګړه ستاسو جګړه ده. موږ باید دا جګړه وګټو، هم زموږ لپاره او هم ستاسو لپاره.
د اسراییلو لومړي وزیر مني چې ګڼ لویدیځ هیوادونو یې ملاتړ کوي خو وایي چې ځینې هیوادونه یې د سیاسي فشار او نورو دلیلونه په سبب د دوی ملاتړ نه شی کولی.
لومړي وزیر ویلي چې اسراییلو ته باید په غزه کې د ترهګرو د ځپلو او په نښه کولو حق ورکړل شي.