اوبو او انرژۍ سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ

 عزم(یکشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور پرون شنبه د یوه پلاوي په مشرۍ ایران هیواد ته تللی دی.
وزارت وړاندې وایي چې په دې سفر کې چې په رسمي توګه د ایران له خوا بلل شوی؛ پر سرپرست وزیر سربېره د هغه وزارت تخصصي او تخنیکي کارکوونکي هم مله وو.
وزارت همداشان ویلي چې افغان پلاوی به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره د برېښنا د تړون د غځولو، د برېښنا د مناسبې تعرفې د ټاکلو او نورو ګڼو موضاتو خبرې وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزیر په داسې حال کې ایران ته سفر کوي چې تازه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر هم له هغه هیواده راګرځېدلی. د اقتصادي مرستیال په مشرۍ تللي پلاوي رسنیو ته په یوه لنډ خبري کنفرانس کې ویلي چې له ایراني لوري سره یې ګڼ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!