پاکستان وروسته ایران؛ کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیرله ایران څخه د شړل شویو افغانان د لیدنې په موخه هرات ته ولاړ

عزم(یکشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي چې ددې ادارې سرپرست حاجي خلیل الرحمن حقاني له ایران څخه د تازه شړل شویو افغانانو د لیدنې کتنې په موخه هرات ولایت ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، خلیل الرحمن حقاني د افغان کډوالو د ستونزو او ننګونو د هواري په موخه د اسلام کلا له صفري کرښې لیدنه کړې ده.
د هرات ځايي مسوولان وایي چې نن سبا له ایرانه ګڼ شمېر افغان کډوال هیواد ته راستنېږي چې دا کچه د نورو ورځو په پرتله دوه چنده شوې. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د کورنیو چارو وزیر په ځلونو ویلي چې په خپل هیواد کې ناقانونه کډوال نه پرېږدي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button