ترکیې په غزه کې تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه د یوه نړیوال کنفرانس غوښتنه وکړه

عزم(یکشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۴۰۲): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون شنبه وویل چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره باید د سولې یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.
رجب طیب اردوغان وویل: (( په غزه کې د څو ساعتونو اوربند بسنه نه کوي، بلکې هلته یو دایمي اوربند ته اړتیا. ))
رجب طیب اردوغان وویل چې د سولې نړیوال کنفرانس ددې جګړې د حل لپاره یوازینۍ حللاره ده او دا به په سیمه کې د سولې او دایمي ټینګښت سبب شي.
اردوغان همداشان پر غزې د اسراییلو د اټومي برید په اړه د اسراییلو د میراث د وزیر وروستۍ خبرې د اسراییلو د اټومي وسلو د شتون د څرګندولو په توګه وګڼلې او په دې اړه یې د نړیوالې څېړنې غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیه تازه د حماس مشرانو کوربنه ده او په همدې وجې هم پر انقرې توندې نیوکې کیږي.