سعودي ولیعهد: امنیت شورا او نړیواله ټولنه د غزې ناورین په مهار کې پاتې راغلي

عزم(یکشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۴۰۲): د سعودي عربستان ولیعهد وايي، چې امنیت شورا او نړیواله ټولنه په غزه کې د بشري ناورین په پای ته رسولو کې پاتې راغلي او اسراییل پرلپسې له نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه کوي.
محمد بن سلمان اسراییلي چارواکي د غزې د خلکو پر وړاندې اشغالګر او د ټولو جنایتونو مسوولان بللي دي.
سلمان دا خبرې د عربي هیوادونو په یوه سرمشریزه ناسته کې کړي. ده ویلي چې غزه کې دې پوځي عملیات سمدلاسه ودریږي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په پاردې هوایي دهلیزونه برابر او هماشان دې بشري سازمانونه د ناورین د مخنیوي په موخه هلته خپل شتون لا پیاوړی کړي.
د سعودي ولیعهد وویل: ((موږ د هغه وحشیانه جګړې په غندلو ټینګار کوو چې په فلسطین کې زموږ وروڼه ورسره مخ دي او په زرګونو بې وسلې ملکي وګړي، ماشومان، ښځې او بوډاګان په روغتونونو، عبادت ځایونو او د استوګنو په سیمو کې وژل شوي دي.))
ده ویلي چې هیواد یې د فلسطیني وګړو ملاتړ کوي او د اسراییلو نیواک، کلابندي او د هر ډول تېري پای ته رسول غواړي.