اقتصادي انحصار-که نه ماتېدونکی طلسم

خط اول
د افغانستان سوداګري د څو لویو سببونو له مخې له سختو ننګونو سره مخ وه/ ده. ازاد سمندر ته لار نه درلودل، صعب العبوره او غرنی لارې، کلونه کلونه جګړې او… هغه لاملونه دي چې د افغان انسان د دسترخان مړۍ یې نه ده ورغوړه کړې. کوم هیوادونه چې په وچې پورې تړلي وي، نو د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره اړ دي چې د ګاونډيو هیوادونو په مټ یې سوداګرۍ نړیواله شي او یا یې هم صادراتي توکي نورو لویو وچو ته انتقال شي. خو کله ناکله ګاونډي هیوادونو د سیاسي او نورو موخو له مخې او یا هم د یوه هیواد له مجبوریته په ګټنې ګڼې ستونزې ورته جوړوي او یا هم د ټرانزیټ بیه پرې پورته کوي. افغان هیواد هم له پورته برخلیک سره مخ و/ دی. خو په حرکت کې برکت وي او د یوې دروزاې له ټکېدو سره خدای تعالی انسان ته سل نورې دروازې خلاصوي. دا چې سمندر ته لار نه لرو، نو له دې لارې مو د اوبو سوداګري ناشوني ده او له بله پلوه هوایي کارګو څو چنده قیمته پرېوځي؛ نو یوازینی لاره ځمکنی ټرانزیټ دی چې په مټ یې له ګاونډيو او نورو هیوادونوو سره پرې د صادارتو او وارداتو چارې سمبالولی شو.
په افغانستان ماننده هیوادونه کې ریل پټلۍ د وچې سوداګرۍ یوه په زړه پورې وسیله او یوازینی اپشن دی. خو دا چې افغانستان غرنی هیواد دی او ګڼې لویو لارې یې په غرونو پوښل شوي، همدا لامل دی چې د ریل پټلیو ودې هم پکې چندان سر ونه نیوه. د افغانستان جغرافیې ته ورته هیوادونو کې د ریل پټلۍ غځونه هم کافي بودیجې، ډېر کاري او فني پرسونل او ددولت بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري.
افغانستان له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره د ګاونډیو هیوادونو له بندرونو ګټه اخلي. له پاکستان، ایران او د منځنۍاسیا هیوادونو سره موږ د ځمکې له لارې ټرانزیټ لرو او هغوی به زموږ توکي د خپلو بندرونو او سمندورنو له لارې نورې نړۍ ته لېږدوي. کله نا کله به ګاونډيو هیوادونو په یوه او بله پلمه زموږ توکي ځنډول او نه به یې پرېښودل چې نورو هیوادونو ته انتقال شي. په دې وروستیو کې یو شمېر افغان سوداګر شکایت کوي چې پاکستاني لوري یې په هغه هیواد کې له سوداګریزو توکو بار کانټینرونه درولي دي. دوی وایي چې د یادو ګرځول شویو کانتینرونو شمېر له زرګونو هم اوړي او پرته له کومه دلیله یې افغانستان ته نه پرېږدي.
کندهاري سوداګر زیاتوي چې توکي یې د خوسا کېدو په درشل کې دي او له دې ورهاوخوا پرې د هرې ورځې په تېرېدو زرګونه ډالره مالیه هم راځي. د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې نږدې ۵۵۰۰کانتینرونه یې پاکستان درولي. دوی وایي چې له مقابل اړخ سره مو په ځلونو اړیکه کړې خو قانع کوونکی ځواب مو نه دی ترلاسه کړی. خو نن سبا تر ټولو خوندور خبر دا دی چې د ایران چابهار بندر د افغاني توکو د صادراتو او واردتو په موخه د افغانستان په واک کې ورکړل شو. چابهار بندر د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاصاحب برادر ایران ته تر سفر وروسته پرانیستل شو. نوموړي یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او په وینا یې چې ددې سفر لویه موخه افغان محصولاتو ته د ارزانې او خوندي لارې موندل دي. د ښاغلي برادر د وینا له مخې چې د خپل سفر په ترڅ کې یې د هغه هیواد له ګڼو لوړپوړو چارواکو او له بېلابېلو صنعتي او اقتصادي سیمو لیدنه کړې ده. ده ویل چې افغاني توکي به له دې وروسته په ارزانه او خوندي توګه بهرنیو هیوادونو ته استول کېږي. د اقتصادي مرستیال له قوله چې له تهران سره یې ګڼ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او دا هوکړه لیکونه به نه یوازې د افغانستان، بلکې د ایران په ګټه هم وي. له ملابرادر سره سره مله پلاوي غړي او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له ایرانه د راستنېدونو سره سم په کابل هوایي ډګر کې خبریالانو ته په لنډو خبرو کې وویل چې ایراني لوري ورسره ژمنه کړې چې چابهار بندر به د افغاني توکوپه چوپړ کې وي. په یاد رسمي سفر کې د دواړو هیوادونو چارواکو پر ګڼو پروژو هوکړه کړې. تر کندهاره د وسپنې پټلۍ غځول، ترکمنستان سره د افغانستان له لارې د ایران وصلول او د چین د یوه لاره-یو کمربند له پروژې سره د افغانستان او ایران نښلون؛ هغه لوی موضوعات وو چې دواړو خواوو پرې توافق کړی.
چابهار له څو اړخونو افغانستان ته مهم دی. دا بندر افغانستان ته په لنډ واټن کې پروت دی او د ایران تر ټولو لوی بندر بلل کېږي. دې بندر ته هغه وخت پام لا زیات واوښت چې پاکستان پر افغاني توکو پرته له کومه دلیله ګڼ بندیزونه ولګول. چابهار له هند سره زموږ د صادراتو او وادراتو کچه لا لوړلی شي. له بله پلوه دا لاره منځنۍ اسیا او هاخوا د منځنۍ اسیا اوبو ته یوه خوندي سمندري لاره ده. ددې بندر نږدېوالی بله لویه ښېګڼه ده چې د افغان دولت پام وراوښتی. یو بل لوی زیری دا دی چې د منځنۍ هیوادونه به هم د افغانستان له لارې له چابهار سره وصلیږي او ټرانزیټ به یې افغانستان اخلي. له دې سره په افغانستان کې نه یوازې د لومړنیو توکو بیې ټيټې شي، بلکې له ځمکني ټرانزیټ څخه به هم بې شمېره عواید لاسته راوړي. ته وایه چې دا به مو د اقتصادي طلسم د ماتولو وخت نه وي؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button