د خوړو نړیوال پروګرام: د بېوزلو د لاسنیوي لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالر پکار دي

 عزم: (یکشنبې، د لړم ۲۱مه، ۱۴۰۲)؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په روان ژمي کې له بېوزلو افغانانو سره د مرستې لپاره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.  ‏(WFP) نن (یکشنبه د لړم ۲۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې روان ژمي ته څو اوونۍ پاتې دي او دوی باید د افغانستان لرو پرتو سیمو ته پر وخت مرستې ورسوي. دې ادارې ویلي، که لرو پرتو سیمو ته پر وخت د خوراکي توکو مرستې ونه رسول شي، ښايي په نږدې ورځو کې لارې د واورې له امله وتړل شي.  د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: “څلورسوه میلونه ډالرو ته اړتیا ده، څو په روان ژمي کې لرو پرتو سیمو ته پر وخت مرستې ورسول شي او د اړمنو لاسنیوی وشي.” دې نړیوالې ادارې همداراز هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د دوی په وینا، له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي کسان به تر اوږدې مودې له ګڼو شدیدو ستونزو سره مخ وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button