د افغان مهاجر راتګ ته اندېښنه او د طمعې خلاف استقبال يې – دریمه برخه

احمد منصور
کډه يې ټوله موټر کې ځای پر ځای شوه. صادق کورته ننوت څو وګوري چې که څه پاتې وي راوايې خلي. کور ته په ننوتو د ټولو په مخو د غم اثرات ویني.
صادق: وګورئ څه خو به پاتې نه وي چې بیا له نيمې لارې راتګ نه کيږي.
مېرمن يې: نه دي پاتې، د ضرورت او قيمتي چې څه وو هاغه خو يې هسې هم رانه ضبط کړل، الله دې ورسره پوه شي.
صادق: (يو اوږد اسويلی وکړي) ښه، نو وخت مه ضایع کوئ، هسې نه پوليس بيا راشي، راځئ بهر موټر ولاړ دی چې ځو.
ټول موټر کې کيني، صادق کور ته قلف اچوي او د موټر په لور ګړندي ګامونه واخلي. کله چې په بازار تيريږي، موټروان ته صادق ووايي: يو دوه دقیقې يې دې سېډ ته ودروه، لګ کار مې ده. په منډه د خپلې کراچۍ په لور ورځي.
د څنګ کرچيوان ملګری خالد: خیر شه صادقه ولې ستړی يې؟
صادق: پوليسو راته دوه ساعته وخت راکړ چې ووځئ! ما هم کډه بار کړه. هغه ده موټر ولاړ ده. دا کراچۍ او سامان په تا سپارم راته خرڅ يې کړه.
خالد: (په ژړا شي) فکر مې نه کاوه چې داسې حالت به راباندې راشي چې جدا مو کړي.
صادق: وه ليونیه دواړه د يو هېواد يو، تاسو خو به هم راځئ، نور به په خپل وطن کې غریبي کوو ښه، غیګه راکړه چې ځو؛ ته هم ځان دې سمبالوه، مه پرېږده چې زما په څېر دې بې عزته کړي، مونږ او تاسو د عزت ساتلو لپاره له دوو اشغالو دلته پنا راوړې وه نو نن مو عزت په دې کې دی چې خپل وطن ته لاړ شو.
خالد: ښه دې وويل، ان شاء الله زه هم درپسې دروان يم، رښتیا که پيسې درسره وي سمبالې يې کېږده، ویل کیږي چې په لاره پوليس يې اخلي.
صادق: ما سره خو شپيته زره روپۍ دي.
خالد: دوي خو اعلان کړی چې له پنځوس زرو زیاتې نه شې وړلی، داسې وکړه چې د موټروان کرايه دا اوس ورکړه، پينځه زره جیب کې کېږده، که تنګولې يې هغه ورکړه او پاتې پټې کړه.
صادق: سمه ده مننه چې خبر دې کړم خداي په آمان لاړو.
خالد: په مخه دې ښه، ښه سفر ولرې او اي! ګوره چې طورخم ته ورسېدې زنګ را ووهه
صادق: سمه ده ان شاء الله
موټر روانيږي، خو په ټولو د خاموشۍ خپسکه ناسته ده او راتلونکي ژوند ته فکر مند دي. صادق ته د خالد خبره وریاديږي چې پولیس پيسې هم اخلي. صادق موټروان ته يې خپلې دېرش زره کرايه ورکوي، پينځه زره جيب کې کېږدي او باقي د کاليو/جامو په يو غوټه کې اږدي. ګوري چې د پوليسو چيک پاينټ ده، يو پولیس چې مشر يې ښکاري خريلې ږيره او غټ غټ برېت لري د موټر په لور يې راځي. صادق ته وايي راکوز شه مهاجره! صادق ور ښکته کيږي.
پولیس: دا کډه ستا ده؟
صادق: هو!
پولیس: دا دومره وځنډېدې ولې؟
صادق: مونږ ويل چې ويستو کې به مو دومره جدي نه وئ، بل دا چې يو مياشت کمه وه څلويښت کلن ژوند مو په دومره موده کې نه شوای راټولولای.
پوليس: ښه اوس مونږ ته ښودنه کوې، راوباسه شل زره روپۍ.
صادق: زه غريب سړی يم په رېړې/کراچۍ باندې منتو مې خرڅول، له هماغه پاتې پنځه درېرش زره روپۍ وې، درېرش مې موټروان ته کرايه ورکړه دغه پينځه زره راسره پاتي.
پوليس: همدا راکړه.
صادق: صيب دا خو راسره پرېږدی چې هالته خو ځان او کورنۍ ته پې د خوراک او څښاک يو څه واخلم.
پوليس: ګوره غوصه کوه مې مه. کنې نه به رانه پېښور ته لاړ شې نه افغانستان ته، پيسې راکړه.
صادق زړه نازړه له جیب پيسې ورته را باسي، ور يې کړي موټر ته پورته شي او موټروان ته ووايي: استاذه حرکت کوه.
نور بيا…